
سېګار: د اقتصادي ودې په نوم مصرف شوې پیسې بې ځایه تللې
نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار اداره وايي چې په دې هېواد کې د اقتصادي ودې په نوم مصرف شوې پیسې بې ځایه تللې دي.
د دې ادارې مشر جان سوپکو د امریکا د سنا مجلس ته ويلي چې په افغانستان کې د دوامدارې اقتصادي ودې په نوم ۸۰۰ میلیونه ډالره لګول شوي دي، خو د ده په وينا بې ځایه تللي دي.
سوپکو وايي چې دوی بشپړ اسناد په لاس کې لري، چې د دې پیسو د لګښت لپاره څنګه پروګرام ټاکل شوی دی، څنګه ضایع شوې دي او څنګه پکې درغلي شوې ده.
د سېګار مشر وايي چې د سوداګرۍ او اقتصادي ودې اړوند پروژو کې پراخه درغلي شوې ده.
نوموړي دغه پروژې ناکامې بللې او علت يې ناسم مدیریت، د کافي مامورینو نه شتون او پراخ فساد په ډاګه کړی دی.
سوپکو د تېرې میلادي میاشتې مارچ په وروستیو کې هم څرګنده کړه چې له افغانستان سره د ټولو مرسته شويو پیسو په هر ډالر کې ۲۹ سینټه غلا شوې ده.
تر هغه وړاندې يې د امریکا دفاع وزارت پر دې ملامت کړی و، چې په افغانستان کې يې په ۴۳ ملیونه ډالرو د ګاز د توزیع داسي پمپ جوړ کړي، چې له یوې خوا دلته د ګټي وړ نه دي، او له بله اړخه ۱۴۰ واره زیات لګښت باندي راغلی.
سوپکو په افغانستان کې د غلا او فساد لامل افغان چارواکي بللي او هغوی يې ملامت کړي دي چې له معلومو غلو او مفسدینو سره قانوني چلند نه کوي.