افغانستان

پاکستاني پوځيان ډېورنډ کرښې ته څېرمه امنیتي پوستې ډېروي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): پاکستاني پوځي چارواکي وايي چې د خپل هېواد د خوندیتوب لپاره پر ډېورنډ کرښه امنیتي پوستې نورې هم ډېروي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وايي چې د قبایلي سیمو او بلوچستان ایالت په هغه سیمو کې چې د ده په وينا له افغانستان سره لګېدلې دي امنیتي پوستې ډېروي او غواړي ګڼ شمېر پوځیان ځای پر ځای کړي.

پاکستاني پوځي چارواکي وروسته له هغه پر ډېورنډ کرښه د امنیتي پوستو د جوړولو هوډ وکړ چې دغه کرښه د افغان حکومت له اړخه ورسره د پولې په توګه ومنل شوه.

ولسمشر غني له پاکستان سره د ډېورنډ له رسمي منلو وروسته په دې کرښه چې دوی يې پوله بولي د امنیتي پوستو د جوړولو هوکړه هم وشوه او پاکستان د خندق کېندلو لړۍ ته هم دوام ورکړ.

پاکستان په داسې حال کې پر ډېورنډ د خپلو ځواکونو د شمېر خبر ورکوي، چې اوسمهال هم، د پکتیکا په برمل، د پکتیا په سرحدي سیمو کې، ننګرهار کې ، کونړ کې او د کندهار په ګواشته کې لسګونه کیلومتره وړاندې راغلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x