
طالبانو د بدخشان په وردوج کې د ښوونیز کال په مناسبت غونډه کړې
نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): وروسته له هغه چې د طالبانو مشر پر خپلو جنګيالیو د ښوونیز بهیر اړوند د ښه کېدو ټینګار وکړ، طالبانو په ګڼو ولایتونو کې تشویقي پروګرامونه جوړ کړي دي.
تېره ورځ طالبانو د بدخشان په وردوج ولسواولۍ کې د ښوونځي له زده کوونکو او ښوونکو سره ګډه غونډه کړې، چې د دوی په وينا دا غونډه د اسلامي امارت د د تعليم او تربيې د مسوولینو په هڅو برابره شوې وه.
دغه غونډه چې د یادې ولسوالۍ د سید نجم الدین واثق په لېسه کې برابره شوې وه، سلګونو تنو پکې برخه اخیستې وه.
په سیمه کې طالب مشرانو د ښوونې او روزنې پر ارزښت خبرې وکړې او د ښوونیز بهیر کلک ملاتړ يې څرګند کړ.
په دې غونډه کې د سیمې قومي مخورو، علماوو او د پوهنې مينه والو برخه درلوده، چې د طالبانو دا اقدام يې وستایه او هرکلی يې وکړ.
وړاندې تر دې دولتي سرچينو خپل مخالفين د ښوونیز بهیر پر وړاندې لوی خنډ ګاڼه، خو طالبانو د نوي تعلیمي کال له پیل سره په جوزجان، کندوز، بادغیس او ګڼو نورو ولایتونو کې تشویقي غونډې جوړې کړې دي.