نړۍ

جاپان کې دوهمې زلزلې درنه مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۸مه، ۱۳۹۵ ل): جاپاني چارواکي وايي، چې د دغه هېواد سويل کماموټو سيمه نن يو ځل بيا درنې زلزلې ولړزوله.

راپورونه وايي، چې د يادې زلزلې له امله تر اوسه اتلس کسان مړه شوي او سلګونه نور ټپيان دي.

لسګونه کسان لا هم د نړېدلو ودانيو لاندې بند پاتې دي.

وړمه ورځ هم جاپان کې زلزلې نهه تنه مړه کړي وو.

د چارواکو په وينا د پېښې ځای ته يې سلګونه امنيتي ځواکونه د مرستو لپاره لېږلي او هڅه کوي، چې له نړېدلو ودانيو مړي او ټپيان راوباسي.

له تېرو دوو ورځو راهيسې دا دوهمه زلزله ده.

د زلزلې له امله د اوبو يو ستر بند هم نړېدلی او چارواکو په بيړه دغه بند ته څېرمه يو کلی له اوسېدونکو خالي کړی دی.

جاپاني چارواکو تېره ورځ اعلان کړی و، چې خلک بايد د تيارسي په حالت کې وي او د سونامي راتلو امکان شته، مګر وروسته يې خپله خبره بېرته واخيسته.

د عيني شاهدانو له قوله دوهمه زلزله له لومړنۍ هغې ډېره قوي وه او ډېره سيمه يې نړولې ده.

د چارواکو په وينا د زلزلې له امله د پېښې شوې مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات تر اوسه نه دي ترلاسه شوي، خو اندېښنه دا ده، چې کېدای شي، ډېره مرګ ژوبله اوښتي وي.

د پنجشنبې د ورځې زلزلې له امله لږ تر لږه نهه کسان مړه شوي وو او نږدې يوولس سوه ټپيان وو.

د پنجشنبې د ورځې زلزله ۷،۱ درجه ښودل شوې وه او د اوسنۍ زلزلې په اړه تر اوسه څه نه دي ويل شوي، خو چارواکي يوازې دومره وايي، چې د دې زلزلې شدت د وړمې ورځې له هغې زيات و.

جاپان کې زلزلې ډېرې راځي، مګر د ودانيو په اړه د سخت قانون له امله ډېره مرګ ژوبله نه پېښوي.

۲۰۱۱م کې هم جاپان کې زلزله او سونامي راغلې وه او د درنې مرګ ژوبلې سربېره يې د جاپان اتومي پلانټ هم زيانمن کړی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x