نړۍ

په برتانیه کې بې پلاره ماشومان مخ په ډیریدو دي

children22

رسمي څیړنې ښيي چې په برتانیه کې به په ۲۰۱۶ کال کې د ناروا جنسي اړیکو څخه زیږیدونکي ماشومان د نورو په پرتله اکثریت تشکیل کړي.

په ۲۰۱۲ کال کې د ناجایزو جنسي اړیکو څخه د زیږیدلو ماشومانو فیصدي ۴۷.۵٪ ته رسیده، خو اټکل کیږي چې د ۲۰۱۶ په رارسیدلو به دا فیصدي تر ۵۰ واوړي.

د سرشمیرنې مرکزي دفتر په یو راپور کې وايي چې په ۱۹۳۸ کال کې ددغو ماشومانو فیصدي له ۴٪ څخه نه زیاتیده.

د برتانیې د ماشومانو د چارو پخواني وزیر (ټیم لوټن) په حکومت غږ کړی چې د کورني نظام د پاشل کیدلو مخه ونیسي او خلک واده ته وهڅوي.

د برتانیې حکومت اوس د داسې قانون په تصویبولو کار کوي چې له مخې به يي د هغو کسانو سره په کلني ټیکس کې ۱۵۰ سټرلینګ پاونډ تخفیف کوي چې واده يي کړی وي.

په ۲۰۱۱ کال کې د ترسره شوې احصائيې پر بنیاد په برتانیه کې د متزوجینو فیصدي تر ۵۰٪ ټیټه ده.

د نسل ساتنه او د انسابو تر مینځ د اختلاط او ګډوډۍ مخنیوی د انسان فطرتي غوښتنه ده، همدا لامل دی چې نه یوازې په سماوي ادیانو کې یو مهم اصل دی بلکې آن په لا دینه ټولنو کې هم پرې د تاریخ په اوږدو کې تاکید او ټینګار شوی.

څرنګه چې اسلام د فطرت دین دی، تر بل هر چا زیات يي دې ټکي پاملرنه کړې او د نسل حفاظت یي د اسلامي شریعت له پنځو عمده مقاصدو څخه ګرځولی، او د تخطي کوونکو لپاره یي حدود ټاکلي.

د همدې کبله د کورني نظام د انحلال او د نسل د پاشلتیا ډار یوازې په کفري هیوادونو کي موجود دی، او په اسلامي هیوادونو کي دا ویره او ډار نه شته.

خو له بده مرغه کله چې په اسلامي هیوادونو کې په زناکارانو او غلو باندې اسلامي حدود جاري کیږي، د کفارو سربیره د خپلو مسلمانانو له خوا تر انتقاد لاندې راځي او د بشري حقوقو غصب او د ښځو د حقوقو پایمالي یي بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x