افغانستان

کندوز: طالبانو په ټول ولایت کې د ۳۰ پوستو د نیولو دعوه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): طالبانو د عمري عملیاتو په ترڅ کې تېره ورځ کندوز کې خونړۍ جګړه پیل کړه، چې لا هم روانه ده.

په دې جګړه کې تېره ورځ طالبانو په ټول ولایت کې د ۳۰ پوستو د نیولو خبر ورکړی، خو دولتي سرچينو بیا د پنځوسو طالبانو د وژل کېدو دعوه کړې ده.

طالب ویاند پخپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د کندوز په پرونۍ جګړه کې يې ۳۰ پوستې نیولې، ۳۲ عسکر ورته تسلیم شوي او ۵۰ میله سپکه او درنه وسله يې هم تر لاسه کړې ده.

نوموړي پخپله ټویټر پاڼه هغه ویډيو کليپ هم خپور کړی چې لسګونه اربکیان او پولیسو ورته خپلې وسلې پر ځمکه ږدي او د دوی کسان ډاډ ورکوي.

مجاهد د دولتي سرچينو دا دعوه چې کندوز کې يې د دوی ملګرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې، د « دښمن وارخطايي » بللې ده.

ياده دې وي ځينې خپلواکو سرچينو په پرونۍ جګړه کې د کندوز د خان اباد ولسوالۍ د سقوط خبر هم ورکړ، خو تر اوسه يې په اړه طالبانو او دولتي چارواکو څه نه دي ويلي.

طالبانو تېره اوونۍ د سه شنبې په ورځ عمري عملیات پیل کړل، چې د کورنیو چارو او دفاع وزارت مسوولینو يې پر وړاندې د بشپړ تیاري څرګندونې هم کولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x