افغانستانویډیو

ډنډغوري اربکیان: چارواکي د حکومت کولو وړتیا نه لري (ویډیو)

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): طالبانو د بغلان د پلخمري ولسوالۍ د ډنډغوري سیمې د نیولو ویډيويي راپور خپور کړی.

د ډنډغوري سیمه چې په یاد ولایت کې مهمه او ستراتیژیکه سیمه ګڼل کیږي، د تېرې پنجشنبې په ورځ د څو ساعته جګړې وروسته د طالبانو لاس ته ولوېده.

په ویډیو کې د ملي اردو عسکر او اربکیان په داسې حال کې لیدل کیږي چې له وسلو سره په شنو پټیو کې منډې وهي او طالبان ورپسې دي.

طالبانو د پولیسو او اربکیانو هغه سنګرونه هم نیولي چې په عامه استوګنځایونو او لویو لارو کې يې رغولي او عامو ولسي خلکو ته یې ستونزې جوړې کړې وې.

په یاده ویډيو کې هغه مسجد هم لیدل کیږي چې اربکیانو د لمونځ ګذارانو پرمخ تړلی وه او د مرکز استفاده یې ترې کوله. د مسجد په جاینمازونو د اربکیانو بسترې او قطې (د لوبو ورقې) شیندلې پرتې دي.

په ویډیو کې طالبانو ته تسلیم شوي لسګونه عسکر او اربکیان په دولت سختې نیوکې کوي. تسلیم شوي اربکیان وايي چې دولت سره له همکارۍ يې توبه ده او بیا به هیڅکله دولت سره ملګري نه شي ځکه چې د محاصرې په وخت کې یې د دوی د مرستې لپاره هیڅ ونه کړل.

اربکیان وايي چې حکومت «ریشخندي» ده او د حکومت کولو وړتیا نه لري، د هغوی په خبره باید له حکومت څخه لاس واخلي او ټول پلخمري دې طالبانو ته تسلیم کړي.

طالبانو په ډنډغوري کې هغه ښوونځی هم نیولی چې اربکیانو د زده کوونکو پرمخ تړلی وه او د قرارګاه استفاده یې ترې کوله.

په ویډیو کې لیدل کیږي چې د صنفونو د بام په سر د شګو ډکې بوجۍ راګرځېدلي او د ښوونځي په انګړ کې هاوان نصب دی.

بشپړه ویډیو د لاندې لینک په مټ کتلی شئ:

.
طالبانو پر خپله ویب پاڼه باندي (د ډنډ غوري فتحه) په نوم د بغلان ولایت د ډنډغوري د سقوط تازه ویډیو خپره کړل.
.

Posted by ‎حاجي فرید Haji Fareed‎ on Friday, April 15, 2016

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x