اقتصادنظــر

په نړیوالو بازارونو کې د تیلو د بیی د کموالی لاملونه او اغیزي

زاهد الله محمدي

په نړیوالو بازارونو کي د یو بیرل تیلو بیه د 100 امریکایی ډالرو څخه 27 امریکایی ډالرو ته د 18 میاشتو په موده کې راټیټه شوه.په دومره کم وخت کې د تیلو په نرخ کې دا ناڅاپي بدلونونه زیات لاملونه لري .د 2014 میلادی کال د جون د میاشتی څخه د تیلو په بیه کې 60٪ کموالی راغلی دی ، او تقریبا 250000 د تیلو کارکوونکو خپل کارونه د لاسه ورکړی دي.

د تیلو ترخونه ولي دومره ټیټي کچي ته راوغوزیدل؟

د تیلو په بیه د کموالی زیات لاملونه په ګوته شوی دي خو څیړنوونکو یی عمده لاملومه په لاندی ډول یاد کړي دي. په تیرو څو کلونو کې د امریکا د متحده آیا لاتو د تیلو په تولید کي دوه چنده زیاتوالی راغلی دی ، سعوی عربستان، نایجیریا او الجیریا چي مخکې یی خپل تیل امریکا ته صادرول اوس په آسیایی بازارونو کې رقابت کوي ، تولیدوونکې دیته مجبوره شوی دی چی تر څو خپل نرخونه ټیټ کړي. د عراق او د کاناډا د تیلوتولید کال په کال زیاتیږي، روسیه ددی تر څنګ چی د سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان ده بیا هم د تیلو صادرولو ته دوام ورکوي.که څه هم د تیلو په نرخ کې د کموالي له مله د تیلو د استخراج او تولید په برخه کې په سرمایه ګزارۍ کې کموالی رامنځ ته شوی دی خو دا کموالی دومره تیز نه دی چی وکولای شی د تقاضا په نسبت عرضه کمه کړي ددی ترڅنګ د تقاضا په برخه کې بیا اروپایی هیوادونه او نورپرمختیایی هیوادونه کمزوري دي او د تیلو کم مصرف کوونکی موټرونو څخه استفاده کوي . د تیلو په بیه کې د کموالی لاملونه کولای شو په لاندی ډول خلاصه کړو.

1.    په نړۍ او په خاص ډول چین کې د ټیټ اقتصادي پرمختګ له امله په تقاضا کې کموالی.

2.    په عراق،لیبیا او نورو هیوادونو کی چی تیل په کې تولیدیږي سیاسی تاوتریخوالی او جنګونه، په ځانګړي ډول په عراق او سوریه کې د اسلامی دولت  ډله د ورځي 3 میلونه ډالر په تور بازار کې د تیلو د ارزانه پلورلو له امله چی په یو بیرل کې د تخفیف اندازه د 30-60 ٪ ډالر ده لاس ته راوړي.

3.    امریکا د تیلو د استخراج او تولید له امله په نړۍ کې لومړي مقام ترلاسه کړی دی، مخکې به زیات تیل امریکا ته صادریدل، خو اوس ددی پرځاي چي امریکا تیل وارد کړي د خپلو تیلو څخه استفاده کوي.

4.    سعودي عربستان چي د نړۍ ستر د تیلو تولیدوونکی هیواد دی، نه غواړي چی خپل د تیلو تولید او عرضه کمه کړي، ځیني کارپوهان په دی آند دي چی سعودي غواړي په دی کار سره خپل رقیب هیوادونه لکه ایران او روسیه تر فشار لاندي راولي.

د تیلو په بیه کې کموالی به کومي اغیزي ولري؟

روسیه چی د نړۍ د تیلو د سترو تولیدوونکو څخه شمیرل کیږي ، اقتصاد یی د انرژۍ په عایداتو باندي ولاړ دی، ګاز او تیل نزدي 70٪ سلنه د صادراتو عاید تشکیلوي، د تیلو په بیه کې د یو ډالر په اندازه باندی کموالی د روسیی په عایداتو کې د 2 میلیاردو ډالرو د کموالی په معنی باندی دی. تیر کال د روسیی فدرالي بودیجه د تیلو 50 ډالره یو بیرل بیې ته په پام کې نیولو سره تصویب شوه، خو له هغه وروسته ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل، چی دا غیر واقعي ده. دروسیی د اقتصاد وزیر په خبره که د تیلو بیه 82 ډالرو ته ورسیږي، دهیواد بودیجې انډول به یې برابر شي.  د تیلو ټیټي بیی او نړیوالو بندیزونو روسیه سخته ځپلي ده.

داسی هیوادونه شتون لري چی کولای شی د تیلو د ارزانه قیمت سره د اوږد مهال لپاره مقاومت وکړي، مګر دا بیا د ایران لپاره درسته نده، د تیلو ارزانه نرخونو په ایران باندی د داقتصادي بندیزونو اغیز لا پیچلی کړی دی، ددی ترڅنګ اوس چي  ایران څخه بندیزونه لیری شوی دی د بندیزونو له امله د ایران د تیلو په تولید کې په ورځ کې  نزدي یو میلون بیرل تیل کموالی راغلی وو، خو د بندیزونو د لیری کولو وروسته به ایران د تیلو د صادراتو څخه کومه لاس ته راوړنه ونه لري.

د امریکا په متحده آیالاتو کې بیا د آلاسکا، شمالي ډکوټا، ټکساس، اکلهامااو لوسیانا هغه آیالاتونه دي چی د اقتصادي چیلنجونو سره مخامخ دي. په مجموع کې د تیلو تولیدوونکې هیوادونه لکه وینزویلا، ایکوادور،ناجیریا، برازیل،او نور هغه هیوادونه دي، چي اقتصادي ستونزو او آن د سیاسی ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

له بل پلوه سعودي عربستان چي د تیلو ستر صادروونکې هیواد دی کولای شی چی د تیلو په صادراتوکې د کمبود له لاري د تیلو نرخونه بیرته لوړ کړي، خو د اقتصادي او سیاسی چارو کارپوهان په دی نظر دي چی سعودي عربستان دا کار د لاندی عواملو له امله نه کوي.

1. سعودي غواړي ددی لاري د OPEC په هیوادونو باندي فشار واچوي تر څو هغوی منظم کړي.

2. ددی لاري کولای شی، چی د امریکا د تیلو او ګازو پرمختګ کوونکې شیل کمپنۍ تر اغیز لاندی راولي.

3. ددی ترڅنګ د سیاسی چارو شنوونکې په دی آند دی چی په دی کار سره سعودي غواړي خپل نزدي رقیب ایران ته اقتصادي ضربه ورکړي.

کوم هیوادونه به د تیلو د ټیټي بیی څخه ګټه ترلاسه کړي؟

په عمومي ډول باندی هغه هیوادونه چي،  د تیلو د تولید په نسبت زیات تیل واردوي کولای شی د تیلو د ټیټ نرخ څخه ګټه ترلاسه کړي.  اروپایی اقتصاد چی د انفلاسیون د ټیټي کچي او کمزوري پرمختګ سره مخامخ دی، د تیلو د نرخونو ټیټه کچه به په اقتصادي پرمختګ کې مرسته وکړي. بعضی اقتصادپوهان په دي آند دي چی د تیلو په نرخ کې 10٪ کموالی به 0.1٪ محصولات زیات کړي. چین د نړۍ د تیلو د ستر واردوونکې په حیث د تیلو د ټیټی بیی څخه زیاته ګټه ترلاسه کولای شي،مګر دابه د چین هیواد د کمزوري اقتصاد لپاره د بیا پرمختګ يواځنۍ لاره نه وي. جاپان نزدي ټول تیل د خارج څخه واردوي، خو د تیلو ټیټه کچه د جاپان لپاره دوجانبه عواقب لري، ځکه له یو پلوه د انرژۍ لوړي بیی په جاپان کې انفلاسیون رامنځ ته کړي وو، او د بل اړخه دا د چاپان د لومړی وزیر شینزو آبي د پلان یوه برخه وه چي د Deflation یا مالي رکود سره مبارزه وکړي.

هند تقریبا 75٪ تیل واردوي، او څیړوونکې په دی آند دي چي د تیلو ټیټه بیه به د هند هیواد لپاره په جاري حساب کې د کسر یا (current account deficit ) ستونزه حل کړي.

د تیلو د تیټ نرخ څخه د ګټه اخستوونکو په هیوادونو کې تر ټولو غوره مثال د جنوبی کوریا ورکولی شو، نوموړی هیواد د خپل اړتیا وړ 97٪ سلنه انرژي واردوي، او د نړۍ د هیوادونو په هغه کتار کې چی زیات تیل مصرفوي نهم ځای لري.

په افغانستان کې بیا د تیلو  د ټیټی کچی څخه یواځي مافیه کړۍ ، د تیلو تجاران او شتمن خلک ګټه ترلاسه کوي، ځکه چي عام ولس او غریب د تیلو څخه د پام وړ ګټه نشي ترلاسه کولای، عامو خلکو ته د سفر کولو په کرایه کې کوم بدلون ندی راغلی او لا هم موټر چلوونکې ورڅخه زیاته کرایه اخلي، اوموټر چلوونکې بیا وایی چی د تیلو بیی اوس هم لوړي دي.

په OPEC کې څه رامنځ ته شو؟

OPEC (Organization of the petroleum Exporting Countries)  یا د تیلو صادروونکوو هیوادونو اتحادیه چی د لومړي ځل لپاره په 1960کال د سپټممبر د10-14 نیټی پوری د پنځو هیوادونو له خوا رامنځ ته شو، چی اوس یی د غړو هیوادونو شمیر 13 ته رسیږي. دغه 13 هیوادونه د نړۍ 40٪  سلنه تیل تولیدوي او د نړۍ 73٪  سلنه تثبیت شوی ذخایر لري، چی کولای شی  د نړۍ د تیلو په نرخ باندی ځانګړی اغیز ولري. د OPEC د رامنځ ته کیدو هدف ددی لپاره وو ترڅو د تیلو په برخه کې د غړو هیوادونو اتحاد او یووالی رامنځ ته کړي او په دی سره مارکیټ ته د تیلو عرضه کول او نرخ یی ثابت وساتي. اوس یی غړي هیوادونه عبارت دي له الجیریا، انګولا، ایکوادور، اندونیزیا، ایران، عراق، کویټ، لیبیا، نایجیریا، قطر، سعودی عربستان، عربي متحده امارات او وینزویلا.  د چارو کارپوهان په دی آند دي چی د تیلو کم نرخونو یو لامل د OPEC د هیوادونو ترمنځ د تیلو د عرضه کولو په برخه کې د هماهنګۍ نه شتون دی. ایران، ایکوادور،وینزویلا او الجیریا غواړي چی په غړو هیوادونو باندي فشار واچوي تر څو د تیلو صادرول کم کړي، خو سعودي عربستان او نور خلیجي هیوادونه نه غواړي چی د تیلو عرضه کمه کړي، د سعودي چارواکو په دی اړه ویلی که چیری دوی خپل تولید کم کړي او نرخونه بیرته لوړ شی نو دوی به په مارکیټ کې خپله برخه د لاسه ورکړي او ددی کار ګټه به رقیب هیوادونه ترلاسه کړي. د سیاسی چارو شنوونکې وایی په دی کار سره سعودي غواړي ایران، روسیه او آن د امریکا متحده آیالاتو د شیل کمپنۍ وځپي. IMF یا د روپو نړیوال وجهي صندوق داسی اټکل کړی دی، که چیری د تیلو نرخونه همداسی پاتی شی نو د سعودي عربستان او ورسره متحده هیوادونو عاید به د روان کال لپاره د 300 میلیارده امریکایی ډالرو په اندازه کم شی.

ایا د تیلو نرخونه یه بیرته لومړني حالت ته وګرځي؟

داسی معلومیږي چی د تیلو نرخونه بیرته خپل لومړی حالت ته ګرځیدل به  وخت ونیسی، ځکه چی د تیلو تولید په امریکا متحده ایالاتو او نورو هیوادونو کې زیات دی، که څه هم داسی هیلی شته چی په دی کال کې به د تیلو تولید کم شي، چي په نتیجه کې به د کال 2016 په پای کې د عرضی او تقاضا ترمنځ انډول رامنځ ته شي او نرخونه به هم بیرته لوړ شي. په وروستیو کې د تیلو تولیدوونکو څخه څلور هیوادونو روسیی ، سعودي عربستان، قطر او وینزویلا په دی سره سلا شول ترڅو د تیلو عرضه کمه کړي، خو ددی موافقی عملی کیدل ، او په نرخونو باندی اغیز به وخت ونیسی. د تیلو د تولیدوونکو هیوادونو ترمنځ هڅي رواني دي، تر څو سره متحد شي او د تیلو تولید او عرضه نسبت تقاضا ته انډول کړي. که څه هم څلورو هیوادونو د قطر په پلازمینه دوحه کې په مارکیټ کې د تیلو د نرخونو د ثابت ساتلو لپاره  پریکړه کړي ده ، خو پر ایران د لګیدلو بندیزونو وروسته اوس نوموړي هیواد د تیلو په تولید کې زیاتوالی راغلی دی او خپل تیل اروپا ته لیږي، ایران غواړي دتیلو په تولید کې د ورځي د 200 بیلره نور هم زیات کړي. خو د بریتانیا د تیلو شرکت بي پي مشر باب ډاډلي د بی بی سی د اقتصاد برخي مشر کمال احمد ته ویلی په امریکا او چین کې د تیلو زیاتیدوونکې غوښتني او په امریکا کې د تیلو د تولید راټیټیدل به د تیلو قیمتونه جګ کړي. نوموړي ویلی تیرکال د تیلو قیمتونه ټیټ وو او په وینا یی فکر کوي ، دتیلو بیې به د یو وخت لپاره ښکته وي ، خو دا قیمتونه به تل ټیټ نه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx