ورزش

انضمام د پاکستان کرکټ بورډ سره هوکړې ته رسیدلی

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۸مه ۱۳۹۵ل): پاکستان د اسیا جام او نړیوال جام په سیالیو کې د خپلې لوبډلې خرابې لوبې څخه وروسته د یو شمیر سترو بدلونونو راوستلو په هڅه کې دي چې له همدې امله د افغانستان د کرکټ اوسنی مشر روزوونکی او د پاکستانۍ لوبډلې پخوانی لوبډل مشر سره يي هم اړیکې ټینګې کړي.

تیره ورځ د پاکستان د کرکټ بورډ مشر ندیم شهریار خان رسنیو ته وویل چې له انضام الحق سره يي اړیکه ټینګه کړې او هغې ته يي د لوبغاړو مشر ټاکوونکی د دندې وړاندې کړي او انضام الحق هم په ځواب کې ویلي چې په دې اړه به فکر وکړي.

اوسمهال د افغانستان کرکټ بورډ انضمام الحق ته ۱۲۰۰۰ امریکايي ډالره میاشتنې تنخواه ورکوي چې د پاکستان کرکټ بورډ له انضمام الحق سره دغه تنخواه نه مني. د پاکستان د کرکټ بورډ د مسؤلینو په وینا د لوبغاړو انتخابوونکې کمیټې پخوانی مشر هارون رشید ۵ لکه کلدارې میاشتنې تنخواه اخیسته چې انضمام الحق ته له هغې څخه یوه اندازه زیاته تنخواه ورکول هم قبلولی شي.

د ځینو راپورونو پر بنسټ امکان لري چې د پاکستان کرکټ بورډ او انضمام الحق په ۶ یا ۷ لکه کلدارو سره جوړ شي. انضمام الحق د پاکستان کرکټ بورډ ته ویلي چې د دغې کمیټې نور غړي به هم خپله ټاکي او د پاکستان د کرکټ بورډ مشر ورسره منلې ده. د پاکستاني رسنیو په وینا انضمام الحق به راتلوونکۍ اونۍ د دغې کمیټې د نوو غړو نوملړ د پاکستان کرکټ بورډ ته وړاندې کړي.

د ځینو راپورونو پر بنسټ انضمام الحق د پاکستان له کرکټ بورډ سره په تفاهم رسیدلی او یو یا دوو ورځو کې به د نوموړی د ټاکل کیدو رسمي اعلان وشي. دا په داسې حال کې ده چې له افغانستان کرکټ بورډ سره د مشر روزوونکی په توګه د انضمام الحق قرارداد تر اوسه پای ته نه ده سیدلې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x