افغانستان

په کندز کې طالبانو د سړي تښتوونکو څلورکسیزه ډله ونیوله

10660 171089173072407 995454735 nطالبانو د دوشنبې په ورځ د کندز ولایت د کنم په سیمه کې د سړي تښتوونکو یو څلورکسیزه ډله نیولې ده.

ذبیح الله مجاهد وايي چې دغو کسانو بار بار د خلکو اولادونه تښتول او د خوشې کولو په بدل کې ئې ترې غټې پیسې اخیستې.

نوموړی زیاتوي چې نیول شوو اختطاف چیانو څه موده وړاندې یو شپږ کلن ماشوم تښتولی وو او په بدل کې د ۳ لکه امریکايي ډالرو غوښتنه کوله.

طالبان وايي چې یاد سړي تښتوونکي له هغې مودې څخه ددوی تر څار لاندې وو او بالآخره نن د دوی لخوا ونیول شول.

ذبیح الله مجاهد د څلورو سړي تښتوونکو نومونه (معلم عزیزالله دشيرمحمد زوي ، غلام سخي دخملي زوي ، شيرآغا د محمود زوي او معلم امام الدين دپهلوان زوي) یاد کړي، او ویلي ئي دي چې په خپل جرم ئي اعتراف کړی.

تر اوسه دا نه ده معلومه چې ایا د سړي تښتونکو دغې ډلې د حکومت د امنیتي کړیو او یا بهرنیو ځواکونو سره پټه لار درلوده او که نه،  خو ښاغلی مجاهد وايي چې نیول شوي کسان ئې د لا زیاتو تحقیقاتو لپاره د “اسلامي امارت محکمې” ته سپارلي دي.

طالبان د هیواد په هر ولایت او ولسوالۍ کې د نظامي فعالیتو ترڅنګ قاضیان او محکمې لري او د ملکي خلکو شخړې او لانجې هواروي.

اکثره وخت د سیمې خلک ددې پرځای چې حکومتي ادارو ته عریضه وکړي طالبانو ته مراجعه کوي.

د ډیرو افغانانو په اند طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال په هیواد کې داسې امنیت ټینګ کړی وه چې ساری ئي نه وه.

اوس هم په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي امنیت تر نورو سیمو ډیر ښه دی.

د کرسچین ساینس منیټور ورځپاڼې د ۲۰۰۸ د اکتوبر د ۱۵ په ګڼه کې یو مطلب خپور کړی وه او لیکلي ئي وه چې ډیر افغانان دې ته ترجیح ورکوي چې د طالبانو تر ولکې لاندې ژوند وکړي.

ورځپانې ئې علت دا ښودلی وه چې حکومت د امنیت په راوستلو کې پاتی راغلی، او هغه سیمې چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي د ټینګ امنیت څخه برخمنې دي او غله او داړه ماران په کې د خلکو د ځورولو جرئت نه شي کولی.

باید وویل شي چې پرون د ولسي جرګې لخوا د کورنیو چارو وزیر هم په دې خاطر سلب اعتماد شو چې د جرګې په وینا امنیت ئي نه شو ټینګولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x