افغانستان

د کندوز والي: تسلیم شوي اربکیان قومي مخورو غولولي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): د کندوز والي وايي چې په دې ولایت کې طالبانو ته تسليم شوي اربکیان قومي مخورو غولولي دي.

د کندوز والي اسدالله عمرخېل د کندوز د امنیتي وضعیت په اړه له رسنیو سره د خبرو په اوږدو کې ومنله چې طالبانو د ښار څو کیلومترۍ ته رارسېدلي دي، خو په وينا يې ورسره موجودې چورلکې په امنیتي خوندیتوب کې اغېزمنې دي.

طالبانو د کندوز په یوازې پرونۍ جګړه کې د ۳۰ پوستو د نیولو او ۳۲ اربکیانو او پولیسو د تسلیمۍ خبره ورکړ.

د کندوز ځینو امنیتي سرچينو د خان اباد او کندوز په لاره د طالبانو له لوري د پوستو د نیولو او شاوخو ۳۰ اربکیانو او پولیسو د تسلیمۍ پخلی کړی دی، خو د کندوز والي وايي چې نږدې لس تنه اربکیان طالبانو ته تسلیم شوي او په وينا يې قومي مخورو غولولي دي.

نوموړی په سیمه کې د قومي مخورو په منځګړيتوب خپه دی او وايي چې د اربکیانو او طالبانو تر منځ باید جوړ جاړی نه وای شوی، هغه د خبرو له لارې له طالبانو سره یو ځای شوي اربکیان غوليدلي بللي دي.

یاده دې وي طالبانو کندوز ته څېرمه د بغلان د ډنډغوري په سیمه کې هم د ګڼو اربکیانو د تسلیمۍ ويډيو خپره کړه، چې پکې اربکیان هم خپل حکومت په بې کفایتۍ تورنوي.

طالبانو تېره اوونۍ عمري عملیات پیل کړل، چې کورنیو چارو او دفاع وزارت مسوولینو یوازې تبلیغات وبلل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x