افغانستان

د کندوز ژغورنې په موخه له بېلابېلو ولایتونو امنیتي ځواکونه خوځيدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): که څه هم د کندوز والي د دې ولایت وضعیت نورمال بولي، خو د تېر کال سقوط يې لوړپوړي امنیتي چارواکي وېرولي دي.

طالبانو تېره ورځ د کندوز د ښار په ګډون په ګڼو امنیتي پوستو بريدونه پیل کړل، چې ځينې يې لا هم روان دي.

کندوز ته له غزني څخه د خالد اميري په مشرۍ د ځانګړو ځواکونو ډلګۍ خوځېدلې او له پکتیکا څخه د صفر اته کنډک عسکر هم د شاهين تر مشرۍ لاندې د کندوز د سقوط د مخنيوي په موخه روان شوي دي.

د کندوز د سقوط وېره په داسې حال کې پياوړې کېږي چې طالبانو خپل پسرلني عملیات تازه پیل کړي دي.

د شنونکو په باور د ګاونډيو ولایتونو پر ځای له نورو ولایتونو د کندوز د ژغورنې په موخه د امنیتي ځواکونو لېږد، د هماغو ولایتونو د سقوط امکان ډېروي.

د غزني امنیه قومندان د طالبانو د پسرلنيو عملیاتو تر پیل وړاندې هم ویلي و، چې د امنیتي ځواکونو د کمښت له امله يې ځينې ولسوالۍ سقوط ته نږدې دي، په ورته توګه پکتیکا کې هم له ګوتو شمېر ولسوالیو پرته پر ګڼو يې د طالبانو واک دي.

د کندوز په جګړه کې تر اوسه پورې خپلواکو سرچينو د خان اباد ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړ، خو دولتي سرچينو يې پخلی نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x