fbpx

نوی کال، نوي طرحي

حاجي غلام محمد معصومي

د نوی حکومت او انتخاباتو وروسته کله چی انتخاباتی مشکلات پیدا سول د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیری په منځګړیتوب موږ وکولی سوه چی دا دوه سری حکومت ومنو او جوړ یی کړو خو د وخت په تیریدو سره ورځ تر بلی کارونه خرابیدل او د خلګو اعتما د په نظام کمیدی.

په دې وروستیو کي یوځل بیا جان کیری را غلی او د حکومت يې دپنځو کلنو لپاره قانونی اعلان کړ دا په دی معنی چی افغانان اوس باید خپله خپل سر نوشت معلوم کړی.

له یوی خوا بی کاری له بلی خوا بی امنیتی، اداری فساد، نشيي توکي او د بهر نیانو مداخلی دا را ښیی چی افغانان بې مشره او هر څه چی امریکا وغواړی هغه سی به کیږی خود حامد کرزی د خبرو څخه هم دا معلومه سوه، چی د جان کیری را تګ او دا پریکړه د افغانانو لپاره د منلو وړ نه ده، حامد کرزی وایی امریکا دی افغانان مقابلی ته نه مجبوره وی، افغانان په توره کي ترهرچا غښتلي او تل يې د سیالۍ سنګرونه ګټلي دي.

د بلی خوا د هوا له تودېدو سره سم د طالبانو او دولت تر منځ خبری په ټپه دریدلي او د نظامی لوی قوی عملیات کول په دی خاطر دی چی نور دی هم افغان بچی بی کور بی اوره اودر په در سرګردان ژوند ولري.

تاسی فکر وکړئ ! هره شپه تر ۱۰۰ زیات ددولت د وسله والو د وژلو خبر ورکول کیږي او همدارنګه طالبان بیا تر ۱۰۰زیات ددولتی سر تیرو د وژلو خبر ور کوی اوس نه لویه جرګه سته نه انتخابات نه روغه جوړه سته او نه هم د سولی خبری.

ویل کیږي، چی یوازی تورن اسماعیل خان په هرات کی ۳۰ زره خلګو ته وسله ویشلی ده تر څو د ځان او خلکو دفاع په خپله وکړی دا د کابل نیوز اژانس خبره ده، چی زه یی حیران کړم او اوس چی استاد عطا نور په مزارشریف کی او جنرال دوستم په شبرغان، جوزجان او حاجی ظاهر  په ننګرهار کی خلګ په وسلو سمبالوي، نو له دې څخه له ورایه ښکاري، چی زما څلور سوه زره ملي سرتیرو هیڅ هم ونه کړل او نه مو له نظام څخه څوک خوښ سول نه مو د خلګو څخه بهرنیان خوشحال سول.

د هلمند، روز ګان او زابل ولایتونو حالت خو اوس مطبوعات نه وایی تیره ورځ د روزګان په دهراوت ولسوالۍ پخوانی ولسوال حاجي خان اکا داسی مستندی خبری را ته وکړی چی هېښ پېښ یی کړم ، دده په قول امریکا او هالنډیان په روزګان کي خپل شوم پلانونه عملي کوي.

ولسوال وايي له دغو پلانونو يې مخکنی ولسمشر حامد کرزی هم خبر کړی دی، خو تر اوسه يې د مخنیوي لپاره افغان دولت یو سم ګام نه دی پورته کړی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د