خبرتیاوی او پیغامونه

ځوان حرکت د لسګونو ناروغانو سره د روژه ماتې او میریس روغتون سره د وینې مرسته وکړه

مطبوعاتي اعلامیه
22/07/2013
کندهار، افغانستان – ځوان حرکت د لسګونو ناروغانو سره د روژه ماتې او میریس روغتون سره د وینې مرسته وکړه.
تېره شپه د ځوان حرکت ټولنې لسګونو غړیو د میرویس روغتون پر ناروغانو پوښتنه وکړه او د پنځوسو ناروغانو سره یې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د روژه ماتې مرسته وکړه.
په دغه مرسته کې چې بیسکټ، خرما، شیدي، جوس او نور خوراکي توکي موجود وه، هر ناروغو ته یوه یوه بسته ورکول سوه.

د ځوان حرکت ټولنې مشر احمد شاه سایل ددغه توکو د ویش پر مهال وویل، چې د یادې مرستې څخه یې موخه د خداي ((ج)) رضا، د ناروغانو سره د همدردۍ ښودل او د غریبو او ناروغانو سره مرستې ته د شتمنو پام اړول وه.
سایل وویل، چې د غریبانو سره دغه ډول نور پروګرامونه هم په پام کې لري.
ناروغانو هم د ځوانانو د خواخوږۍ او مرستې څخه مننه وکړه او د ځوانانو دغه مرسته یې د هغوې د ښه او لوی نیت نښه وبلل.
بل خوا ددې پروګرام ترڅنګ، د ځوان حرکت ټولنې لسګونو غړیو د میرویس روغتون د وینې بانک ته خپله وینه هم ورکړه.
دغه وینه چې شمېر یې زرګونه سي سي ته رسیده، د ناروغانو لپاره میرویس روغتون ته د بشر دوستۍ له مخي ورکول سوه.
د وینې ورکولو پرمهال یوشمېر ځوانانو او د ځوان حرکت ټولنې غړیو ویل، چې ددې کار څخه یې موخه د نورو ځوانانو دې کار ته پام اړول او ناروغانو ته ډاډ ورکول وه.

دوی زیاته کړه، چې غواړي په راتلوونکي کې هم دغه ډول د خیر او بشرپالنې کړنو ته دوام ورکړي، څو د بشر ترمنځ مینه او مرسته پراخه سي.
د ویلو ده، چې ځوان حرکت ټولنې تر دې وړاندي هم د خوارانو او غریبانو سره تر خپله وسه مرسته کړې ده او نور ځوانان یې هم دغه ډول د خیر کارونه ته هڅولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x