fbpx

د حسن بصري او طلیق الرحمن یو عجیبه کیسه

قاري احسان

د حسن بصري رضي الله عنه نه روایت دی چي یو ورځ په واسط کي ولاړ وم چي یو داسي سړی مي ولید، ته به وايي چي همدا اوس له قبره را پاڅیدلی دی، ورته ومي ویل: چي دا څوک يي په داسي عجیب حالت کي؟

ده راته وویل: چي زما خبره به پټه ساتي، زه دري کاله د حجاج په بنديخانه کي بندي وم، په یو ډیر بد حال او بېخې خراب ځای کي، خو له دې ټولو تکلیفو سره بیا هم ما الله ته صبر کړی و، بلکل مي خبره هم نه کوله، پرون سهار يي دنورو بندیانو سره یو ځای را واېستلم، زما په مخ کي يي د هغوی سرونه پرېکړل، کله چي زما وار راغلی د محبس عسکرو ورته ویل: چي سبا به دده سر پرېکړو.

حسن بصري ډیر تعجب وکړ، او ویي ویل: چي نو بیا څنګه را خلاص سوي؟

ده ورته کړه: چي زه ډیر سخت خپه او پرېشانه سوم، بېخې ډیر مي وژړل، په دې وخت کي الله پاک زما پر ژبه دا کلمي جاري کړي او ومي ویل: “إلهي اشتد الضر وفقد الصبر وأنت المستعان”. اې خدایه تکلیف بېخي زیات سو، صبر رانه ورک سو، ته مي ناره واوري.

بیا چي د شپي څه حصه تیره سوه، داسي سوم لکه خوب چي را باندي راغلی، خو زه نیم ويښ نیم بېده وم چي یو څوک راغلی او راته وايي: پاسه دوه رکته لمونځ وکړه، او دا کلمي ووایه: “يا من لا يشغله شيء عن شيء يا من أحاط علمه بما ذرأ وبرأ وأنت عالم بخفيات الأمور، ومُحصي وساوس الصدور وأنت بالمنزل الأعلى؛ وعلمك محيط بالمنزل الأدنى تعاليت علوا كبيرا، يا مغيث أغثني وفك أسري واكشف ضري فقد نفذ صبري” .

بس زه هم پاسیدلم دستي مي اودس تازه کړ، دوه رکته لمونځ مي وکړ، او چي څه مي دهغه نه یاد کړي و هغه مي داسي ټکي په ټکي وویل، چي یو کلمه مي هم په بله نده کړي، څنګه چي د دې کلمو د ورد نه خلاص سوم سمدستي مي د پښو زولاني ماتي سوي، د محبس دروازو ته چي ګورم، ټولي خلاصي ولاړي دي، نو زه هم را ولاړ سوم او را ووتلم، یو چا مي هم مخه نده نیولي، په خدای مي دي قسم وي چي زه نو د رحمن له لوري ازاد سوی یم. الله پاک صبر راکړ، او ازادي يي را په برخه کړه، او دهغه تنګي نه يي د را اېستلو لاره راته برابره کړه.

نور مي نو پريږده چي د حجاز په لور روان یم.

اې ربه زموږ هم همداسي ازادي په برخه کړي چي یوازي او یوازي د الله له لوري وي. آمین

2016-04-15

پايي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د