پوهانو ویلي

قاري احسان

پر دښمن هیڅکله هم باور مه کوه، که څه هم ډیر ځله دوستي  درته ښکاره کړي، په ډیر پراخ تندي در سره مخامخ شي، او ډیره نرمي درسه وکړي، ځکه دښمن د مناسب وخت او ځای په انتظار وي، او پټ په زړه کي دښمني درته ساتي، هغه د ځان خوشحالي کله هم نه وېني مګر ستا په خرابي کي، او د خپلي کامیابي هیڅکه خیال هم نه کوي، مګر ستا په پرځېدو کي.

داسي نو یهود او نصارا هم وګڼه، الله پاک فرمايي: { وَلَن تَرْضَى عَنكَ الْيَهُودُ وَلاَ النَّصَارَى حَتَّى تَتَّبِعَ مِلَّتَهُمْ } امام حازم رحمه الله وايي: د دښمن نه په هر حال کي ځان ګوره، که چیرته در نیږدي شي نو له ناڅاپه حملي يي ویرېږه، او که درڅخه لیري شي بیا يي نو له دښمني نه په ویره کي اوسه، او که چیرته بیا دښمني درته ښکاره کړي نو له کمینه يي ویریږه، او که مخ درنه واړه وي، له بیا راګرځیدو يي ویره لره، که تېښته درنه وکړي، له ناڅاپه برید نه يي ځان ساته.

د وخت ځینو حاکمانو یو باچا ته توصیه وکړه: چي له ښکاره دشمن سره چي څومره په وېره او احتیاط کي اوسي، تر هغه به ډیر زیات له هغه دشمن نه ځان ګوري، چا چي په راشه درشه سره دښمني پټه درته ساتلي وي.

ځکه ډیر ځله سړی د هغه زهرو نه ډیر وېریږي کوم چي د انسان لپاره وژونکي دي، خو هغه اوبه يي بیا ووژني کوم چي هر څه ته ژوند وربخښي.

او ډیر ځله بیا سړی د هغه چا نه چي دده پر سر باچا وي، ډیر په وېره کي وي چي مړ مي نه کړي، خو بالآخر بیا دهغه غلام له لاسه مړ شي، چي د ده تر لاس لاندي ژوند کوي.

په کتاب الهند کي وايي: چي ډیر ځله به دشمن د یو علت له امله دوستي درسره شروع کړي، خو کله چي هغه علت لیري شي نو بیرته به دښمني ته راوګرځي، لکه او به چي یو ځل ګرمي کړي، او بیا يي پرېږدي، نو لږ وخت وروسته به ضرور بیرته خپل حالت ته راګرځي، او یخي به شي.

او یا لکه ترخه ونه چي هرڅومره د عسلو په اوبو يي اوبه کړي، نو بیا به هم ترخ میوه درکوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د