افغانستان

د دشت ارچي مرستيال ولسوال او د اربکيانو مشر له خپلو ساتونکو سره ووژل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): وړمه ورځ طالبانو د خپلو نوو پسرلني عملياتو د پيل اعلان کړی، چې ورسره سم په ټول هېواد کې د طالبانو بريدونه او چاودنې په بې ساري توګه زیاتې شوي دي.

د طالبانو له لوري د نوو عمري عملياتو د پيل ډېرې اغېزې د هېواد په شمال، په ځانګړې توګه کندوز ترسترګو کيږي.

له تېرو دوو ورځو راهيسې طالبانو د کندوز په ټولو ولسواليو کې درنې جګړې او بريدونه پيل کړي دي.

وروستي راپورونه وايي، چې د دشت ارچي مرستيال ولسوال او دغه ولسوالۍ کې د سلګونو اربکيانو مشر قوماندان ارباب خدايقل د طالبانو په بريد کې ووژل شو.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې د دوی جنګياليو تېره ورځ د دشت ارچي د ولسوال شيخ صدرالدين پر مرکز ډله‌ييز بريد وکړ، چې په پايله کې يې نوموړی مرکز طالبانو ونيو، د ولسوال مرستيال او د ولسوالۍ د ټولو اربکيانو مشر قوماندان ارباب خدايقل له خپلو ساتونکو سره ووژل شو.

امنيتي ځواکونه او دفاع وزارت ټينګار کوي، چې کندوز کې يې د طالبانو بريدونه په شا تمبولي او د کندوز د سقوط د مخنيوي لپاره يې له ګاونډيو ولايتونو تازه دمي سرتيري راغوښتي دي.

د سيمې اوسېدونکي وايي، چې طالبان د کندز ښار دروازو ته رارسېدلي، د امنيتي ځواکونو ګڼ مړي د سړکونو پر غاړه پراته دي او د مرستې يې څوک نه شته.

طالبان وايي، چې له تېرې ورځې راهيسې يې د امنيتي ځواکونو ګڼې پوستې نيولي او لسګونه عسکر ورته تسليم شوي دي.

د دغو جګړو په ترڅ کې تېره ورځ د خان اباد ولسوالۍ چارواکو رسنيو ته وويل، چې له اوږده مقاومت وروسته دغه ولسوالۍ طالبانو ونيوله او له دفاع وزارت څخه ګيله من وو، چې دوی ته يې پر وخت مرستې ونه رسولې او دوی يې د طالبانو بريدونو ته يوازې پرېښي وو.

د کندوز ولايتي شورا رييس امرالدين ولي وايي، چې د کندوز حالات د اندېښنې وړ دي، د امنيتي ځواکونو مورال کمزوری دی او که دې ځل کندوز سقوط وکړ، نو د تېر ځل په پرتله به ډېره مرګ ژوبله واوړي.

سيمه کې د شمشاد تلويزون خبريال وايي، چې ولايتي چارواکي د جګړې د ډګر پر ځای د هوايي ډګر پر لور ډېر ليدل کيږي، ولايتي چارواکي او نظامي افسران هڅه کوي، چې د هوايي ډګر له لارې ځانونه خوندي سيمو ته ورسوي.

د سياسي او پوځي چارو شنونکي وايي، چې د سولې او راتلونکي په پرېکړه به د جګړې ډګر کوي او راتلونکي مياشتې د افغان قضيې په اړه ټاکونکي ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x