پوښتنه چانه وکړم؟

chapa

ددې ړنګ شوي ښکلي ښــارپوښتنه چانه وکـړم

نه مي رويبــارشتـه نه مـي يارپوښتنه چانه وکړم

لارکي مي وليــــديوماشوم څيري ګــرېوان په ژړا

ويل يې زه مـي دورک پـلارپوښتــنه چـانه وکــړم

ماورښکاره کــړ دشهيدې خــور شکېدلى امېــل

دې رانزدې شــووېل يې جــارپوښتنه چانه وکـړم

روان يې کـــړمـه لاسو نېــولى دګــودرغـــــاړې ته

منګي مـــات شـوي وو قطارپوشتنه چــانه وکړم

حيران پدې شوم زماخيال ووچي يوه زه غمګين

غمګين مي وليددرست ديارپوښتنه چانه وکړم

لاړم ناتوان شـــوم عـرض مي وکړدباچادربارکي

وخــوت باچـــاټـوپک سـالار پـوښتنه چانه وکړم

پيرله موريدسره دلوئې جــرګې ډول ته ناست دى

قاضي رشوت غواړي بې شمارپوښتنه چانه وکړم

خــدايه  !تـبـاه کـــړې دبې رحمـــوبادارانــو ټــولۍ

حــق بــيـن ځـړېږي مـړ په دارپــوښتــنه چانه وکړم

الهـــامه ! لاړ شــه احـــوال راوړه دسنګــــر دزلمـو

کړمـه په اوښکـو شپه سهــارپوشتنه چــانه وکړم

سيداحسان الله الهام  3 / 10/ 2011



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.