د روژې مبارکه میاشت

روژه په اسلام اونوي ساینس کي (۱۴)، (۱۵) او (۱۶)

زه اوزمامېرمن ولی روژه نيسو؟

موږاسلام نه دی قبول کړی، اوهره میاشت درې روژې نیسو، اوګټه ورڅخه پورته کوو، موږغواړوچي خپل دهاضمې سیستم (Digestive System) څه هوسااوارام کړو اوددې روژې ښکلې ګټه داده چي هغه فاسد رطوبات چي په زهرو(Toxic) باندی بدل شوی دی، روژه داټول له مینځه وړی؛ وبل لورته روژه ټولې پېچلې ناروغیانې  (Complicated Diseases) هم له مینځه وړی، هضمیه مضبوطوی، مقاومت ئې ډېروی، قوت وربخښی نوځکه مااوزمامېرمنې ټینګ هوډکړی دی چي هره میاشت درې روژې ونیسو۔

(Views and News/ the Philosophy of Fasting)

دوينې جوړښت اوروژه

وینه  دهډوکوپه مغز(Bone Marrow)کی جوړیږی، کله چي دانسان ووینې ته اړتیاشی، نویوخپل سری نظام شتون لری چي دهډوکوومغز(Bone Marrow) ته خوځښت ورکوی اووینه تشکیلوی؛ کله چي په روژه کی انسان هېڅ غذاونه خوری د (۱۲- ۱۵) ساعتونوپوری ، نوپه دغه وخت کی دهډوکومغزپه ډېره ښه توګه اواسانۍ سره خپله دنده وسرته رسوی، وینه تولیدوی چي مطلب داورڅخه راوځی چي په روژه کې دیوه کمزوری انسان په بدن کي ډېره وینه تولیدیږی۔

دبدن ژونکې(حجرې) اوروژه

دروژې بله ارزښتناکه اومهمه وظیفه داده چي دحجرو دننه ټول نظام هوسا، ارام اوبرقراره ساتی، کله چي غذاکمه اویادڅوساعتونولپاره یوشی ونه خوړل شی حجرې ډېرې هوسااودسکون اوپوره ارام په درشل کی وي؛ دااغیزې پرټولوحجروباندی په ځانګړي ډول سره پرهغوحجروچي دبدن لپاره لعاب اورطوبات تولیدوی پوره اغیزې لری۔

کله چي دلعابوغُدې (Pituitary Glands) ، دورمیږغُدې (Thyroid Glands) اوپانکراس (Pancreas) دتل لپاره په کاربوخت وي، نودروژې په حالت کي داټولې غُدې دپوره استراحت په حالت کی وی، چي داغُدې اوحجرې داستراحت اوسکون څخه وروسته بیادښه کارپوره وړتیااوقوت مومی اوترپخوائې توان زیاتیږی۔

معده اوروژه

روژه دمعدې لپاره زښته بې مثله اوبې جوړې اوګټوره کیمیاده، روژه دلومړي ځل لپاره دمعدې ټول نظام برابرساتی، اوبله عجیبه اوښکلې خبره داده چي په روژه کې په معدې کی هېڅ اسیدونه (Acidity) نه یوځای کیږی اوو بل لورته په عادی لوږه کې دمعدې تیزاب ډېریږي؛ لکه څرنګه چي دروژې په میاشت اودروژې په حالت کي دمعدې اعصابي نظام اوهغه حجرې چي دمعدې رطوبات ترشح کوی هغه ټولې ارامې اوهوساوې، نوځکه دروژه مات وروسته معده وپوره فعالیت اوکارکولوته ډېره اماده اوتکړه وی۔

اعصابی نظام اوروژه

دروژې په حالت کی دانسان اعصابي نظام ډېرارام وي، لکه څرنګه چي په روژه کي انسان دجنسي خواهشاتوڅخه لیرې اوبې برخې وی، نوځکه ئې واعصابي نظام ته هیڅ منفی څرک اوحس نه راځی اواعصاب ځکه ارام وی۔

لکه څرنګه چي یومسلمان روژه هم نیسی اواودس هم تازه کوی، لمونځ هم کوی نو(روژه+ اودس+ لمونځ=دبدن توازن) دانسان دوینې دوران (Blood Circulation) په ډېره ښه بڼه سره متوازن ساتی اودوینې ددوران داتوازن داعصابولپاره یوه کیمیاده چي په کومه اندازه سره غُدې په  ارامه سره وی په هم هغه اندازه سره اعصاب هم استراحت مند وي۔

یوانسان چي په کومه اندازه سره په روژه کې عبادت کوی اووخدای جل جلاله ته ځان نژدې کوي په هم هغه اندازه سره اعصاب ارام اودټکرونواوتکانونوڅخه خوندي وي، لکه څرنګه چي روژه دعبادت یوښکلی موسم اووخت ده، نوځکه ویوه مسلمان ته پکاردی چي په روژه کی په هره اندازه سره ئې چي په وس کی وي دیوه الله جل جلاله عبادت وکړی اوله ټولوناوړواوپلیتوکارونوڅخه دی ځان وژغوری۔

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

 

———————————-

 

روژه په اسلام اونوي ساینس کي (۱۵)
 
ينه (Liver) اوروژه

لکه مخکی چي وویل شول چي روژه په عمومي ډول سره پرټوله بدن باند ژورې اغیزې غورځوی، دهمدې اغیزوپه ترڅ کي پرینې(ځیګر)  اودینې پروظیفو(Liver Function)باندی هم اغیزې کوي؛ که چيري دیوه ګرام لسمه برخه غذاومعدې ته ورشی نودبدن ټول نظام کارپیل کوي؛ چي په دې نظام کی ینه هم شامله ده، داچي په روژه کي ترڅوساعتونوپوری ومعدې ته هیڅ خوراک نه ورځی نوټول نظام خاموشه اوارام وی، چي ینه هم ارامه وی۔

اوس ساینس پوهانوداثابته اوکره کړېده چي دبدن وټول نظام ته په کال کی پکاردی چي یوه میاشت استراحت ورکول شی، اودااستراحت اړین دی؛ کله چي ینه دلسوساعتونواویاترډېروخت پوری په ارامه وی، نوددې استراحت څخه وروسته بیاینه وپوره کارته چمتوشی اوپه اینده وخت کی خپل ټول کاراوفعالیت په ښه ډول سره وسرته رسوي۔

دینې داستراحت سره سره دااغیزې وصفراء(Bile) ته هم رسیږی، چي په روژه کی صفراء دانسان په بدن کی ډېره کمیږي اودانسان دډېروستونځواوکړاوونوڅخه ژغوری۔

دروژې په هکله ډاکټرهلوک نوروايی:

داسی ورځ به هم راشی په ټوله نړۍ کی به ټول انسانان دخپلې روغتیاپه موخه روژه و نیسی۔

(Quraanic Verses and Scientific Facts)

روژه اودهضمې نظام

په دې هکله ډېروعربی ساینس پوهانو اوداُمت مسلمه حکیمانواونوروپوهانوڅېړنې اولیکنې کړېدې، چي دهریوه لیکنه اومقاله ئې دستاینې ، غوراوفکروړده، هرهغه چاچي په دې لاره کی سفرکړی اوخولې ئې توی کړېدې هغه دملغلروپه شان ارزښت اوقدرلري، خوداشونې نه ده چي په دې هکله دټولوساینس پوهانولیکنې اوڅېړنې دلته سره راغونډې کړم ، البته دااړینه بولم چي ضروري اوازښتناکي ټکی دلته رانقل کړم۔

پروفيسرډاکټرسي۔ ايم حبيب الله چي (Gastroenterologist) یعنی دکلمواومعدې دناروغیودعلم متخصص دی پردې باندی څېړنیزې لیکنې کړېدي، اودی په دې عقیده اوباوردی چي روژه دانسان په بدن کي (Biochemical Changes) یعنی په ژوندیواورګانیزمونوکی حیاتی اوکیمیاوې بدلونونه راولی، چي دابدلون اواوښتون یوفطري عمل دی، ده خپله مقاله پردروبرخووېشلې ده:

الف: دروژې اغیزې دبدن پراوبواونورعناصروباندی، دبېلګي په ډول سره پر:

سودیم (Sodium)

پوتاشیم (Potassium)

کلورایډونه (Chlorides)

کاربونیتونه (Carbonates)

ب: دروژې ژورې اغیزې پرخوراکی اجزاءولکه:

نشایسته (Carbohydrates)

پروتینونه (لحمیات)(Proteins)

شحمیات(Fats)

قوت استحاله (Metabolism Energy)

ج: دروژې اغیزې دهضمې پررطوباتوباندی( Effects of the fast on digestive Juices)
 
نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

———————————————

روژه په اسلام اونوي ساینس کي (۱۶)

روژه اودبدن رطوبات

 په عادی حالت کی دانسان رطوبات په مناسب مقداراواندازې سره وي، په ځانګړي ډول سره هغه ښځې چي وزن ئې ډېروی رطوبات ئې نسبت وعادي انسانانوته ډېردي، خوبل لورته دنارینه ؤرطوبات وښځینه وته ډېردي؛ هغه په دې مطلب چي په اوسط ډول سره دنارینه په دبدن کی د٪۵۵ سلنه څخه تر ٪۵۹ سلنه پوری رطوبات دی اووبل لورته دښځینه ؤرطوبات د٪۴۷ سلنه څخه ٪۵۷ سلنه پوری دی، دزیات عمردڅښتنانورطوبات لږاوبل لورته په ماشومانوکی درطوباتواندازه ډېره ده؛ په عمومی ډول سره دانسان ژونکې (حجرې) پردوه ډوله دی:

۱: داخلي ژونکې (Inter Cellular) چي په وینه کي دی

۲: اضافه ژونکې (Extra Cellular) چي رطوبات ورڅخه جوړیږی اویادرطوباتوسره یوځای کیږی، خوپه دې رطوباتوکي بدلون حتمي دی، هغه په دې مفهوم که انسان دنس ناستی (ډایریا) ښکارشی، یوانسان په ځانګړي ډول سره ماشوم دګرمۍ (تودې لمبې) ښکارشی، اویاهم انسان ولوړعمرته ورسیږی؛ اوکله چي دانسان رطوبات کم شی ددې ژورې اغیزې په ټول بدن کی پرپوستکی (پوټکی) ډېرې ژر جوتیږی۔

دروژې په نیولوسره دانسان په بدن کی داکمبوتات راځی

داوبوکمی:

کله چي روژه په اوړی کی وی لکه همداکال نوطبعي ده چي انسان دتندې ښکارکیږی، اوزیاته تنده دااغیزې لری چي دخولې رطوبات وچيږی، ژبه وچه اوسخته شی، پوستکی وچ ښکاري، سترګې څه ولویږی اوپه بولوکی هم لږوالی راځی، چي په مجموع کی روژه دبدن اوبه کموی۔

داوبودکموالې سره ـ سره دسودیم، پوتاشیم اوکلسیوم کموالی هم صورت نیسی ،چي هریوئې خپلې اغیزې پربدن باندی لري۔

روژه اوميتابوليزم

میتابولیزم(Metabolism) څه شی ته وایی؟

دهغه ټولوکیمیاوي اوفزیکي مرحلومجموعه ده چي دهغې په واسطه ژوندی موجودتولیدشوی اوساتل شوی مواداورګانیزکوی اویاهغه طریقه چي دهغې له لارې دژوندی موجودلپاره انرژي چمتوکوي۔

دپېشلمې څخه څلورساعته وروسته دغذادحل کېدومرحله پیل کیږی، چي (Fasting Cycle Feeding) ورته وایی، په دې وخت کی ګلوکوز، ترای ګلیسرائیدونه اوامینواسیدونه په زیاته اندازه سره په وینه کی جذبیږی؛ اوکه چيری زیاتی سی نودګلائیکوجن په بڼه سره په وینه اوغوښوکی یوځای کیږی؛ له دې څخه وروسته هضمٍ شوی اوتقسیم شوی امینواسیدونه، غوښې اوګلیسرائیدونه په غوړکی سره یوځای کیږی اودوخت په تېرېدوسره ګلوکوز(Glucose) انسولین (Insulin) په خپل واک کی راولی۔

د( ۵ – ۱۸) ساعته وروسته بیامیتابولیزم صورت نیسی اودموادودجذب مرحله پیل کیږی چي دجذب نېټې ته (Catabolic Phase) ویل کیږی، په دی وخت کی ګلوکوزاوترای ګلیسرائیدونه (Triglycerides) په وینه کی لږترسترګوکیږی، دګلوکوزدسمون په خاطروګلائیکوجن ته اړتیاده؛ چي دوینې اوغوښې ګلایکوجن ماتیږی اودګلوکوزڅخه علاوه ازاده ترشی اوغوړراوځی اودوینې سره یوځای کیږی اوپه پایله کی په بدن کی داکیمیاوی بدلون صورت نیسی۔

چي مطلب داورڅخه رواځی چي په روژه کی هرڅنګه چي دانسان په بدن کی کیمیاوی تعاملات اوبدلونونه راځی داهرڅه دانرژۍ دلاسته راوړول په موخه ترسره کیږی۔

نوربیا…

په اسلامي پاکه مینه

ستاسوورورعبدالغفارجُبیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x