ټولنیزه برخه

د جنت نمرې!

حامد افغان

کیسه کا: یو عجیب سړی یوه ښار ته ولاړ، هلته مخلوقات پرې راجمعه شول، او په ښار کې ستونزې، ګڼه ګوڼه او مرګونه پیل شول، خو سره له دې په دې سړي باندې د خلکو ازدحام هره ورځ زیاتیدی. د ښار یو سړی ورغی او په دې سړي باندې د خلکو د ازدحام پوښتنه یې وکړه، چا ورته وویل: دا سړی له ځانه سره د الله له لوري وکالت لري، او اوس په خلکو باندې د جنت ځمکې خرڅوي!!

سړی حیران پاته شو، او دې ته په فکر کې شو چې د دې ستر دجال په دجل او دهوکه اوس څنګه دومره زیات خلک پوه کړي. له ښه فکر او غور وروسته ورغی، هلته یې د جنت د ځمکو د بیې پوښتنه وکړه، ورته ویې ویل: د جنت یوه نمبره ځمکه په 100 ديناره ده. خوښه مو چې څومره اخيستلی شئ.

دا سړي دجال صفته سړي ته وویل: زه په جهنم کې ځمکه غواړم، هلته د ځمکو نرخ څنګه دی؟ هغه او نور خلک حیران شول چې دې ساده ته ګوره، هغه ورته وویل: زه د جهنم په ځمکو پیسې نه اخلم، هغه وړیا نیولی شې، ده ورته وویل: نه زه خامخا هلته په رسمي توګه ځمکه اخلم، پیسې درکوم او ته به سند راکوې.

دجال ورته وویل: د جهنم ځمکه نو بیا ارزانه ده، د ټول جهنم څارنه برخه د جنت د یوې نمرې ارزښت لري، د جهنم څلرمه په 100 ديناره ده، سړي ورته وویل: زه ټول جهنم اخلم، او 400 ديناره یې ورکړل. وروسته یې ورته وویل: اوس یې سند او قباله غواړم، هغه سمدستي د ټول جهنم قباله ورکړه، او ده په هغه قباله باندې موجود ټول خلک شاهدان وګرځول.

کله چې د جهنم بیه تکمیل شوه، او سړي قباله ترلاسه کړه، نو خلکو ته یې په لوړ اواز اعلان وکړ چې ګورئ! جهنم ټول زما ملکیت شو، او زه هیچا ته اجازه نه ورکوم چې جهنم ته ننوځي! دلته د دجال واڼې ووتلې، او د سړي هوښیاري ته حیران او پخپل حماقت ژړاند شو، او پوه شو چې دی او په ده باوري ګلې ګلې خلک ټول کم عقلان دي.

ځیني کوډګر او دروغژن پیران که څه هم په ښکاره په خلکو د جنت نمرې نه خرڅوي خو داسې کارونه تر سره کوي چې دې ته ورته وي، او په حقیقت کې یې له ځانونو د جنت سوداګر جوړ کړي دي. زموږ عام خلک یقینا په ذهني لحاظ دومره کمزوري دي لکه ماشومان په ډېرو ساده نیرنګونو او چالونو دوکه کیږي، د دا ډول فریبګرو او ظالمانو په چالونو او دوکو یې پوهول د هر هوښیار او پوهه مسلمان دنده او وجیبه ده، زموږ په ټولنه او چاپیریال کې داسې پېښې فعلا روانې دي، چې هغو ته توجه خورا مهمه او ضروري ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x