افغانستان

لوګر: بهرنیانو د کورنیو عسکرو په ملتیا ۱۰ ولسي وګړي وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): د لوګر په خروار ولسوالۍ کې بهرنیانو د کورنیو عسکرو په ملتیا ۱۰ تنه ولسي وګړي وژلي.

د خروار ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې بهرنیانو د شپنیو عملیاتو په اوږدو کې د یوې کورنۍ دوه مېرمنې، درې ماشومان او دوه سړي ووژل.

ځايي اوسېدونکي وايي چې عسکرو د طالبانو په پلمه په یو کور چاپه واچوله، د کور غړي يې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون يې له خوبه را ویښ کړل او د انګړ په منځ کې يې ضربه کړي دي.

د محیب الله په نوم د سیمې یوتن اوسېدونکي وايي ولسي وګړي په ناپامۍ کې نه دي وژل شوي، بلکې په لوی لاس يې انګړ کې کتار ودرولي او وروسته يې ځای پر ځای په یوه ضربه وژلي دي.

د حاجي غني په نوم د بل کلیوال دوه زامن، ثناګل او عبدالله هم د دې شپنیو عملیاتو ښکار شوي او د بخت الله په نوم د محمد قدیر زوی يې هم وژلی دی.

د ځايي اوسېدونکو په قول په دې شپنیو عملیاتو کې چې بهرنیانو او کورني عسکر سره پکې شریک و، د محمد قدیر د کورنۍ دوه تنه رازمحمد او عظیم يې له ځانو سره وړي دي.

د لوګر ځايي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د سیمي قومي مخور وايي چې که يې د شهیدانو پوښتنه ونه شي د دولت له مخالفینو سره به یو ځای شي.

ولسمشر غني د خپل واک په لومړیو کې بهرنیانو ته د شپنیو عملیاتو د پراخ لاس اجازه ورکړه او د دفاع وزارت مسوولینو خو بیا شپني عملیات د طالبانو د ځپلو لپاره تر ټولو مناسب فرصت وباله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x