لاريون کوونکي: امریکا زموږ لومړی دښمن دی

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): سلګونو تنو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د مداخلې په غبرګون کې لاریون ترسره کړ او امریکا يې په افغان چارو په لاسوهنه ملامته کړه.

دغه لاریون چې په پکتیا کې د تېرې د ځوانانو د ټولنې له لوري برابر شوی و، له ځانو سره يې د امريکا ضد شعارونه لېږدول.

لاریون کوونکو حکومت پړ وباله چې په لوی لاس يې د امریکا د مداخلې لپاره لاره هواره کړې او د جان کېرې د ډاګیزې لاسوهنې پر وړاندې چوپ دي.

دوی له ځان سره داسې لیکلي شعارونه لېږدول، چې پر امریکا، د امریکا پر ولسمشر او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر نومونو او تصویرونو يې سرې کرښې کش کړې وي.

لاریون کوونکو په حکومت کې پر خپلو استازو غږ وکړ چې د جان کېرې د وروستیو څرګندونو پوښتنه دې وشي.

دوی چې « مرګ پر امریکا او د هغوی پر مزدورانو» شعارونه يې ورکول، له ځان سره هغه لویه لوحه هم لېږدوله چې د جان کېرې مداخله يې پکې غندلې وه.

دا په داسې حال کې دی چې د ګډ حکومت د دوام په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څرګندونو نه یوازې عام ولس غبرګون ته اړ کړی، بلکې په حکومت کې د ننه هم ګڼو چارواکو، د خلکو استازیو او سیاسي مبصرينو دا د هېواد د اشغال په مانا بللې دي.

د یادوني وړ ده چې تېره ورځ د پکتیکا په مرکز ښرنه کې هم د امریکا د بې پلوټه الوتکو بمباریو پر ضد لاریون وشو.

د دې ولایت د ګومل ولسوالۍ شاوخوا ۱۷ تنه قومي مشران، ښوونکي او ځوانان هغه وخت د بې پیلوټه تر برید لاندې راغلل چې په یوه ډاټسن موټر کې د بانځو له کلي د کاکړزو کلي ته په لاره و.laruoun1

laruoun3

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د