نړۍ

أبوغریب زندان مات شو ، سلګونه مجاهدین ازاد شول

عراقي مجاهدینو په یوه کمساري برید کې ددې زمانې ترټولو بدنام زندان  أبوغریب  او ورسره دتاجي په نوم زندان مات کړ او سلګونو مجاهدینو ته یې نجات ورکړ ، درسنیو په استناد برید دیک شنبې په شپې پیل شوی وو ، له سیمې څخه دسختې جګړې او توند برید راپورونه ورکول کیدل ، خو عراقي چارواکو ترډیره هڅه کوله ، اصلي کیسه پټه وساتي ، ددوشنبې په شپې عراقي چارواکو ومنله چې دعراق مجاهدینو په یوه ستر استشهادي برید کې دغه دواړه زندانونه  مات کړي او سلګونه  بندي مجاهدین یې ازاد کړي دي .

 

عراقي چارواکي  وایي په ابوغریب دبریدپه نتیجه کې ۱۰ او په تاجي زندان دبرید په لړ کې  ۱۶ تنه  زندان ساتونکي عسکر وژل شوي دي ، دتاجي زندان دبغداد دشمال په ۲۰ کیلومترۍ کې پروت دی چې هم مهال ورباندې برید شوی .

تراوسه حکومتي چارواکو یوازې دابوغریب دزندان څخه دوتلو بندیانو شمیره اعلان کړې ده چې وایي تر ۵۰۰ زیات بندیان یوازې له دې زندان څخه وتلي ، دناجي زندان د خلاصو شویو مجاهدینو شمیره تراوسه رسما نه ده اعلان شوې ، مګر فکر کیږي چې ددواړو زندانونو څخه د خلاصو شویو مجاهدینو شمیربه  تر هغه څوچنده زیات وي چې چارواکي يي ادعا کوي .

له بلې خوا په دې سترو زندانونو له برید سره هم مهال دعراق په موصل ښار کې په عسکري کتار موټر بم فدایي برید شوی چې دچارواکو په وینا یې ۲۲ عسکر وژلي دي .

باید وویل شي چې أبوغریب زندان په معاصر وخت کې یو له خبرسازو زندانونو څخه شمیرل کیږي ، په دې تیرو لسوکلونو کې په دې زندان کې دامریکایي یرغلګرو او دهغوی دعراقي ګوډاګیانو له خوا  مسلمان عراقیان سخت کړول شوي او تعذیب شوی ددې زندان نارینه او ښځینه بندیانو په تیرو کلونو کې بیا بیا له مجاهدینو غوښتنه کړې وه چې دا زندان مات کړي چې دادی نن یې دغه غږ واوریدل شو .

۹ کاله وړاندې دأبوغریب له زندان څخه د نوریه  په نوم یوې عراقۍ میرمنې خورالړزوونکی لیک دمسلمانانو ځوانونو په نوم استولی وو ، چې دأبوغریب زندان دماتولو درخواست په کې شوی وو ، نن دا دی دأمت دهماغې مظلومې لور غږ واوریدل شو خو معلومه نه ده چې دغه عراقۍ خور به  دخلاصو شویو زندانیانو په ډله کي وي او کنه ؟

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx