
سعيد: يو کتابپلورونکی او يو روشنفکر
زاهد جلالي
د ژمي يوه باراني ورځ وه. آسمان ورېځ پوښلی و. کله نا کله به د باران يو بڅرکی هم راورېده. زه او لالا مې، ذاکر جلالي، په اسلام آباد کې سعيد کتابپلورنځي ته رهي شوو. ماښام ناوخته وه، کتابپلورنځي ته له رسېدو سره مو وليدل چې په بندېدو ده. د کتابپلورنځي د لوحې مخې ته د سعيد قريشي تعذيت ليکل شوی و. موږ څنګ ته کتابپلورنځي ته لاړو، هلته هم د سعيد کتابپلورنځي د مشر د مړينې خبر تود و. څو ورځو کې د امريکا له نيويارک ټايمزه رانيولې د پاکستان تر ډان نيوز او ټربيون پورې ورځپاڼو کې د ده د مرګ خبرونه او پر ژوند يې ليکنې خپرې شوې.
سعيد بُک بېنک د جنوبي آسيا له سترو کتابپلورنځيو څخه شمېرل کېږي. دوه لکه عنوانه کتابه، چې نږدې څلور مليونونه جلده کتابه کېږي، په کې دي او په لسګونو کاريګر لري؛ خو بنسټګر يې له يوې داسې غريبې کورنی څخه راوتلی چې نورو په ځمکو کې يې مزدوري کوله او کشر سعيد په کې د منظمې زده کړې چانس هم نه و موندلی.
سعيد قريشي سره له دې چې رسمي تعليم ډېر نه و کړی، خو يو روشنفکره سړی و. د کتابونو دوکان يې يوازې د تجارت له پاره نه و خلاص کړی، له کتابونو سره مينه يې اصلي لامل و. سعيد به تل ويل چې هغه ماشومان چې زما له دوکانه کتابونه غلا کوي، دا د راتلونکي له پاره پانګونه ده.
سليمان خان، چې اوس د اقره پوهنتون مرستيال رييس دی، د سعيد د کتابونو له غلو څخه و. دی وايي چې په ماشومتوب کې د سعيد د کتابونو پر غلا نيول شوی و، خو سعيد اجازه ورکړې وه چې هره ورځ د هغه له کتابتونه يو کتاب يوسي او سبا يې بېرته راوړي، خو په دې شرط چې ښه يې وساتي، چې د خرڅلاو وړ وي. سليمان خان د سعيد زوی ته د تعذيت پر مهال ويلې چې «ستا د پلار له برکته مې دا هر څه ترلاسه کړي.»
پخپله سعيد په ماشومتوب کې د «مير بنده علي» په نامه يوه فيوډال په ځمکو کې کار کاوه او د کار تر څنګ يې له کتاب لوستو سره ډېره مينه وه. يو ځل فيوډال مشر د کار پر مهال پر کتاب لوستلو ليدلی و، لومړی يې رټلی و، خو وروسته يې اجازه ورکړې وه چې د هغه د کتابتون کتابونه ولولي؛ ځکه خو سعيد هم له نورو ماشومانو سره ښه چلند کاوه. د سعيد د مړينې پر مهال، داسې ډېر کسان يې کورنۍ ته د تعذيب په لپاره ورتلل چې په ماشومتوب کې يې ترې کتابونه غلا کړي وو. اوس يې د تعذيت تر څنګ د غلا شويو کتابونو پيسې هم لاس کې نيولې وې.
سعيد قريشي پر کتابونو مين و. په ۱۹۵۴م کال کې، کله چې له سند ایالت څخه د کار له پاره راووت، له کتابونو سره د مينې له امله یې لندن کتابپلورنځي کې کار شروع کړ. وروسته يې د ياد کتابپلورنځي مخامخ، د پېښور صدر کې تر ټولو ستر کتابپلورنځی پرانیست او ويل يې چې له کندهار او کابله به خلک د کتابونو اخيستلو ته ورتلل. وروسته يې په پېښور کې د ناامنۍ له کبله د کتابتون ور وتاړه او اسلام آباد کې يې له سره پيل کړ.
د پاکستان په څېر هېواد کې، چې د غلا چاپ په کې ډېر عام دی، سعيد قريشي پرېکړه کړې وه چې هېڅ کله به خپل کتابپلورنځي کې غير قانوني چاپ شوی کتاب پرېنږدي. هغه به کال کې يو ځل فرانکفورټ، دوه وارې ډيلي او درې وارې لندن ته د کتابونو نندارتون کې برخه اخيستو له پاره ورته. امريکا هغه ته ويزه نه ورکوله. د سعيد زوی وايي چې په نندارتونو کې کتابونه په ارزانه بيه ترلاسه کولای شي.
له مړينې مخکې، ډان ورځپاڼې سره په مرکه کې سعيد وايي چې په کور کې هم کوچنی کتابتون لري او د خوښې کتابونه يې په کې راټول کړي دي. هغه ويل چې له ناروغۍ او د عمر له ډېرېدو سره سره يې د شپې تر درې بجو کتابونه لوستل. سعيد پخپله کتابونه لوستل او ښه کتاب يې پېژانده. هغه، چې د ژوند په وروستيو کې لږ کتابپلورنځي ته ورته، له ليکوالو سره شخصي اړيکې لرلې او کوم کتاب چې به يې خوښ وو، نورو ته به يې د لوستو توصيه کوله. وروستی کتاب چې د ده ډېر خوښ شوی و او نورو ته به د لوستو مشوره ورکوله، د مشهور امريکايي ليکوال، وېل ډيورانټ تازه چاپ شوی اثر، “Fallen Leaves” و.