Abubakar sadir r

ابوبکر الصدیق رضي الله عنه ته ښکنځل!

قاري حکيم اللّه صابري

یو وخت د رسول اللّه صلي الله علیه وآله وسلم په موجود ګۍ کې یو سړې ابوبکر الصديق رضی الله عنه ته ښکنځل کول ، دواړو اورېدل مګر څه یې نه ورته ویل کله چي هغه سړي بیا ــ بیا ښکنځل ورته وکړه وکړل نو ابوبکر رضي الله عنه جواب ورکړ ، د ابوبکر رضی الله عنه په جواب ورکولو سره رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم دستي ولاړ شو او ولاړئ ، ابوبکر رضی الله عنه رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم څخه پوښتنه وکړل چي یا رسول الله ولې ولاړې ! رسول الله صلي الله علیه وآله وسلم وفرمایل: کله چی ته خاموشه وې ستا د طرفه یوې ملائکي و هغه سړې ته جواب ورکاوه ، خو کله چی تا جواب ورکړ نو ستا په جواب ورکولو سره هغه ملائکه ولاړه د هغې پر ځاي شیطان راغی، نو له دي وجهې زه ولاړم.

تر دې وروسته رسول اللّه صلي اله علیه وآله وسلم وفرمایل : چي دري شیان یقینی دي :

① که چیری مظلوم د الله تعالي د رضا لپاره ظالم معاف کړې نو په دې سره د مظلوم عزت زیاتیږی.

② څوک چي د مال جمع کولو لپاره پر خپل ځان باندي د سوال دروازه خلاصه کړې هغه د همیشه لپاره فقیر جوړیږي.

③ څوک چي د الله تعالي د رضا لپاره ورکړه (صدقه) ورکوي ، الله تعالي د هغه په مال کي اضافه والي کوې.

(تنبیه الغافلين صــــ110)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د