د قرآن کريم د غونډولو او ليکلو په اړه لنډ معلومات

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

لیکوال: استاد عبدالمالک همت

د عبدالمالک همت لیکنه او څېړنه

مخکنۍ څرګندوني:

رسول الله صلی الله علیه وسلم په ٦١٠ عېسوي کال د پيغمبرۍ په منصب ووياړل سو. کله چي هغه ته لومړنۍ وحي نازلي سوې عمر يې څلوېښت کاله وو.

پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي د وحيو پيل له رشتينو خوبونو څخه وو. تر دې وروسته د هغه سره په يوازيتوب کي د عبادت کولو سره مينه  پيدا سوه او په دې دوران کي به هغه د مکې په ”حرا“ نومې سمڅه (غار) کي کله کله شپې تېرولې او په عبادت به اخته وو.  تر دې چي يوه ورځ د روژې په مبارکه مياشت کي په دغه  سمڅه کي هغه ته د الله تعالى له خوا ملايکه ورغله او هغې تر ټولو دمخه هغه ته دا وويل چي: ﴿اقْرَأْ﴾.  (يعني ولوله). هغه وفرمايل:” زه لوستونکى نه يم“. تر دې وروسته پخپله رسول الله صلی الله علیه وسلم دا پېښه داسي بيان کړې ده : زما د دې جواب سره سم ملايکي زه ونيولم او داسي يې کښېکښلم چي پر ما باندي ډېر تکليف راغى . بيا يې زه پرېښوولم او بيا يې وويل چي: ﴿اقْرَأْ﴾.  ما جواب ورکړ چي: ” زه خو لوستونکى نه يم“ . ملايکي بيا زه کښېکښلم اوچي له امله يې زه ډېر په تکليف سولم. بيا يې او چي له امله يې زه ډېر په تکليف سولم. بيا يې پرېښوولم او راته ويې ويل : ﴿اقْرَأْ﴾. بيا ما جواب ورکړ چي : ” زه خو لوستونکى نه يم“. بيا يې پرېښوولم او راته ويې ويل:

﴿اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ (1) خَلَقَ الْإِنْسَانَ مِنْ عَلَقٍ (2) اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ (3) ﴾( ترپايه ). [العلق:١ـ ۳].( ).

ژباړه: ولوله د خپل پالونکي په نامه چا چي پيدايښت رامنځ ته کړى دى. چاچي انسان له نيول سوي (کلکي) ويني څخه پيدا کړى دى. ولوله او ستا پر وردګار تر ټولو زيات کريم دى.  (ترپايه).

دا پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندي تر ټولو دمخه نازل سوي آيتونه وه.

بيا د وحيو د نازلېدو لړى د درو کالو لپاره بنده سوه.( ). دغه مهال ته ” د وحيو د فترت “ زمانه وايي. بيا تر درو کالو وروسته هماغه ملايکه چي ”حرا“ سمڅي ته ورغلې وه ، هغه ته د مځکي او آسمان په منځ کي څرګنده سوه او د مدثر پنځه لومړني آيتونه يې ورته واورول . په دې توګه تر دې وروسته د وحيو لړۍ روانه سوه.

په  ټوليزه توګه په درويشت کاله کي د حال او محل  او پېښو د اړتيا او غوښتنو سره سم،  په تدريجي توګه، پنځه، لس يا لږ يا ډېر آيتونه يا بشپړي سورې پر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندي نازلي  سوې او بالآخره بشپړ قرآن رامنځ ته سو.

په نبوي پېر کي د قرآن د ساتلو لاري چاري:

د قرآن کريم د خوندي ساتلو لپاره رسول الله صلی الله علیه وسلم درې طريقې په کار واچولې:

١. د قرآن کريم د ليکلو بېله او منظمه څانګه يې پرانيستل او په هغې کي يې د وحيو د ليکلو تر څلوېښت زيات تکړه ليکونکي په کار وګومارل چي ”کُتاب  الوحى“ (د وحيو ليکونکي) يې ورته ويل .

په دغو ليکونکو کي زيات نامتو يې د اسلام څلور راشده خليفه ګان وه او هم  عبدالله بن ابی السرح، معاويه بن ابي سفيان،  خالد بن الوليد،  ابي بن كعب او زيد بن ثابت ول.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ته چي به له قرآن کريم څخه څه نازل سول سمدستي به يې د وحيو مؤظفو ليکونکو ته امر کاوه چي دا سوره د پلانۍ سورې ترڅنګ کښېږدئ  او دا آيت د دغه آيت سره کښېږدئ. ( ). هغو به نازل سوي آيتونه وليکل او نسخې به يې د نورو خلکو د تلاوت لپاره واخيستلې.

عالمان پر دې باندي تقريباً په يوه خوله دي چي د قرآن اوډل په همدې اوسنۍ بڼه توقيفي دي، يعني د قرآن ترتيب په مصحف کي په همدې اوسنۍ بڼه د جبرايل په واسطه د لوى څښتن جل جلاله په امر او وحي دي، نه د صحابه وو يا نورو په فعل او اجتهاد. ( ).

٢.  ورسره سم به رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل کور کي نازل سوي آيتونه په خپله حفظ ته سپارل.

رسول الله صلی الله علیه وسلم به زيات کوښښ کاوه چي قرآن په ښه توګه ياد کړي، څو د هغه هيڅ يوه کلمه او تورى ځني هېر نه سي، خو لوى څښتن جل جلاله ډاډ ورکړ چي ستا به قرآن کريم هيڅ هېر نه سي، لکه چي ورته ويې فرمايل: ﴿ سَنُقْرِئُكَ فَلَا تَنْسَى (6) ﴾ [الاعلى:٨٧/٦]

ژباړه: (اى پيغمبره!) موږ به دغه قرآن (په داسي لوستلو) درته ولولو چي بيا به يې ته نه هېروې.

له دې څخه موږ پوهيږو چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپله مبارکه سينه کي د قرآن لومړنى جامع او سيد الحفاظ وو. صحابه وو ته هغه د قرآن د حفظ او فهم  مرجع باله سو؛ شپې به يې د قرآن په تلاوت روڼولې، لمونځو نه به يې د قرآن په قرائت ښکلي کول او جبرايل علیه السلام به په کال کي يو وار په روژه کي ورته درساوه (يو بل ته به يې اوراوه). او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د وفات په کال يې دوه ځله ورته عرض کړ. ( ).

٣. کومو صحابه وو چي قرآن کريم د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوندوني ټول يا يې زياته برخه او يا يې د هغه يوه کوچنۍ برخه حفظ کړې وه، شمېر يې خوارا ډېر دى، له هغو څخه يو شمېر دغه کسان دي: څلور خليفه ګان ، طلحة ، سعد ، ابن مسعود ، حذيفة ، سالم، أبوهريرة، ابن عمر، ابن عباس ، عمرو بن العاص او زوى يې عبد الله ، معاوية، ابن الزبير، عبد الله بن السائب ، عائشة ، حفصة او ام سلمة. البته دا ټول له مهاجرينو څخه وه.  او له انصارو څخه دغه کسان وه: ابي بن كعب، معاذ بن جبل، زيد بن ثابت، ابو الدرداء، مجمع بن حارثه، انس بن مالك او ام ورقه بنت عبدالله ابن الحارث الانصاريه رضي الله عنهم.( ).

په دې توګه قرآن عظيم الشان هم په سينو کي خوندي سو او هم په ليکنو کي.

د ابوبکر رضي الله عنه په خلافت کي د قرآن جمع کول:

علامه قسطلاني په الکستاني کي نقلوي چي قرآن  کريم د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخوتو کي په بشپړ ډول ليکل سوى وو، خو په يوه مصحف کي، په کتابي بڼه د قرآن ټولي سورې نه وې جمع او يو ځاى سوي، داځکه چي وحي به پرله پسې راتلې او په قرآن کي به زياتوب راتى. او د دې انتظار هم کېدى چي د هغه په ځينو احکامو يا تلاوت کي کوم نسخ کوونکى آيت راسي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر وفات وروسته په يوولسم هجري کال د يوه درواغجن پيغمبر په مشري چي مسيلمة الكذاب ورته وايي، له اسلام څخه د اوښتو (مرتدينو) پر ضد د يمامه مشهوره جګړه پېښه سوه. په دې جګړه کي د قرآن اويا تنه قاريان او حافظان شهيدان سول. له دې امله حضرت عمر رضي الله عنه ته اندېښنه پيدا سوه چي نه چي د قرآن قاريان نور هم له منځه ولاړ سي او د قرآن زيات آيتونه هم ورسره له منځه ولاړ سي. نو هغه وو چي خپله اندېښنه يې د اسلام خليفه ابوبکر رضي الله عنه ته څرګنده کړه او هيله يې ځني وکړه چي قرآن دي ټول سره يوځاى سي. هغه هم د ده خبره ومنله او زيد بن ثابت ته يې د دې کار د سرته رسولو دنده ورکړه. هغه په خورا ډېر احتياط او خواري قرآن په يوه کال کي د يوه مصحف په بڼه ترتيب او جمع کړ. ( ).

د حضرت امام احمد بن حنبل رحمة الله عليه هممهالي حارث محاسبي په خپل کتاب فهم السنن کي د قرآن د دغي ټولګي په اړه ليکلي دي: په دغه تولګه کي چي د پيغمبر صلی الله علیه وسلم په کور کي وه قرآني سورتونه بېل بېل ليکل سوي وه، د حضرت ابوبکر رضي الله عنه په حکم د هغه جمع کوونکي (زيدبن ثابت رضي الله عنه) دغه سورتونه سره يوځاى کړل او په تار يې ټول سره وتړل. ( ).

دغه قرآن ابوبکر او بيا عمر رضي الله عنهما ساتى او بيا د مومنانو مور بي بي حفصې رضي الله عنها ته وسپارل سو . ( ).

د عثمان په پېر کي د قرآن جمع کول او ليکل:

په دغه پېر کي د اسلام د فتوحاتو او پر مختګونو لړۍ خورا زياته پراخه سوه. صحابه په بېلو بېلو ښارونو کي تيت سول. څنګه چي قرآن کريم د عربو په اوو لهجو نازل سوى وو او رسول الله صلی الله علیه وسلم هر صحابي ته د هغه د لهجې سره سم ښوولى وو، نو هر صحابي هغه قرائت وايه چي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه يې اورېدلى وو. په دې ډول به د يوه سره هغه قرائت وو چي د بل سره به نه وو. له دې امله په خلکو کي د دې قرائتونو په اړه اختلاف رامنځ ته سو او هر قاري او حافظ به خپل قرائت سم باله او د بل دا به يې ناسم. د هر ښار اوسېدونکو به قرآن د هغه صحابي په قرائت وايه چي هلته به ورغلى وو. د شام (اوسنۍ سوريې) اوسېدونکو به قرآن د ابي بن كعب، د کوفې اوسېدونکو به د عبدالله بن مسعود، د بصرې اوسېدونکو به د ابو موسى اشعري په قرائت وايه.

د آذربايجان او ارمينيا د فتحي پر مهال  په ٢٥ هجري کال د شام او عراق اوسېدونکي سره يو ځاى سول، کله چي يې د قرآن د قرائت په اړه خبري وکړې، د هغو په منځ کي د تورو په ادا او د قرائتونو په وجوهو کي اختلاف رامنځ ته سو، تر دې چي نژدې وو خبره د دوى ترمنځ شخړو ته ورسيږي.

حضرت حذيفه بن اليمان رضي الله عنه چي په دې فتح کي يې ګډون کړى وو له دې حالته سخت په اندېښنه کي سو، ځکه نو په دې خبره باندي د حضرت عثمان د خبرولو لپاره مدينې ته ولاړ. مدينې ته په رسېدو سره خپل کورته تر تلو دمخه حضرت عثمان رضي الله عنه ته ورغى او له دې اختلافه يې خبر کړ. نو هغه وو چي عثمان  لوى صحابه او د رايي او بصيرت خاوند کسان ورغونډ کړه او د دې فتنې د له منځه وړلو په هکله يې مشوره ځني وغوښته. هغو سلاورکړه چي امير المؤمنين دي د قرآن څو نسخې ترتيب کړي او يوه يوه دي هر ښار ته ولېږي او امر دي وکړي چي له دغو نسخو پرته دي نوري ټولي نسخې وسوځول سي، څو د قرائت د وجوهو په اړه نور شخړي او اختلاف ته لار پاته نه سي. عثمان د دغه له حکمته ډک قرارداد په پلي کولو پيل وکړ او له څلورو ډېرو ښو صحابه وو او منلو حافظانو يوه کمېټه يې جوړه کړه، چي له دغو کسانو څخه جوړه وه: زيد بن ثابت، عبدالله بن الزبير، سعيد بن العاص او عبدالرحمن بن الحارث بن هشام.

حضرت عثمان دغو کسانو ته دنده وسپارل چي د دغو مشوره ورکوونکو د مشورې په پام کي نيولو سره سم يو مصحف وليکي او د کمېټې درو تنو قريشو غړو ته يې وويل چي که ستاسي د قرآن په عربي (محاوره يا لهجه)کي د زيد سره چي انصار دى کوم اختلاف پيدا سو نو د قريشو په ژبه يې وليکئ، ځکه چي قرآن زياتره د هغو په ژبه نازل سوى دى.

بيا يې بي بي حفصې ته ليک ولېږى چي  هماغه د ابوبکر له خوا ترتيب سوى قرآن ورواستوي. څو هغه د قرآن د بيا اوډولو لپاره داسي يو بنسټ سي چي اختلاف او شخړي راکمي کړي او بيا يې بېرته ورولېږي. هغې هم هغه قرآن ورولېږى. ( ).

دغي کمېټې څو نسخې مصاحف وليکل او عثمان هر مشهور ښار ته يوه يوه نسخه واستول ، څو خلک په قرائت کي پر هغه متفق اوسي او امر يې وکړ چي له دغو مصاحفو پرته دي نور ټول وسوځول سي يادي په مځکه کي ښخ سي. په دې توګه د مسلمانانو اختلاف ليري سو او په يوه اتفاق سول. ( ).

د دغو مصاحفو د شمېر په اړه مشهوره ده چي حضرت عثمان رضي الله عنه پنځه مصحفه چمتو کړل، خو ابوحاتم سجستاني رحمه الله ويلي دي چي دغه مصاحف اووه وه او مکې مکرمې، شام(اوسنۍ سوريې)، يمن، بحرين، بصرې او کوفې ته يې واستول او يوه نسخه يې په مدينه منوره کي وساتل. ( ).

خو أ. د. علي بن سليمان العبيد په جمع القرآن الكريم حفظا وكتابة کي وايي چي: نژدې ټول عالمان پر دې متفق دي چي دغه مصاحف پنځه وه: کوفي، بصري، شامي، عام مدني او ځانګړی مدني، کوم چي حضرت عثمان د ځان سره وساتی او په “المصحف الإمام” ونومول سو.

بيا حضرت عثمان د حفصې مصحف بېرته ور ولېږى، چي د هغې تر مړيني د هغې سره وو. کله چي حفصه وفات سوه او ورور يې د هغې له جنازې  څخه راغى، مروان بن الحکم سړى ورواستاوه چي نومړى مصحف راوړه. څنګه چي هغه مصحف وروړ، مروان هغه څيري کړ ، خو بل روايت داسي دى چي پرې يې ولى او بل روايت دى چي ويې سوځاوه. ( ).

پای.

( ). صحيح بخاري، كتاب بدء الوحى، باب كيف كان بدء الوحى إلى رسول الله صلی الله عليه وسلم، ٣ حديث.
( ). فتح الباري  ۱/۳۷مخ
( ).  د محمد عزة دروزة ، القران المجيد تنزيله و اسلوبه، ٢٣ مخ.
( ).  د محمد علي الصابوني التبيان في علوم القرآن، ٧٠ مخ.
او د بد ر الدين محمد بن عبد الله الزرکشي البرهان  في علوم القرآن
( ).  وګورئ:  صحيح البخاري ، كتاب فضائل القرآن ، تر باب كان جبريل يعرض القرآن على النبي صلى الله عليه وسلم لاندي حديثونه.
( ). مناهل العرفان
( ). صحيح البخاري، باب قوله { لقد جاءكم رسول، ٤٦٧٩ حديث.
( ). الاتقان ١/٨٥ مخ
( ).صحيح البخاري، کتاب فضائل القرآن، باب نزل القران بلسان القريش والعرب، ٤٩٨۶ حديث
( ). وګورئ : صحيح البخاري، کتاب فضائل القرآن، باب نزل القران بلسان القريش والعرب، ٤٩٨٤ حديث اوباب جمع القرآن، ٤٩٨٧ حديث او التبيان ٨١ مخ.  او المدخل لدراسة القرآن الكريم، نداء الايمان ويب سايټ.
( ). د ابن نديم الفهرست ۲۸ مخ.
( ). صحيح البخاري، کتاب فضائل القرآن، باب جمع القرآن، ۴۹۸۹ حديث او فتح الباري ۹/۲۷مخ.
( ). تطور كتابة المصحف الشريف وطباعته، مکتبة الشاملة الاصدار الثالث.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د