fbpx

او که کندوز سقوط وکړ نو …؟!

نن ټکی اسیا – سرليکنه: د تیرې دوشنبې په ورځ د ګډ حکومت د دفاع سرپرست وزير ښاغلي معصوم ستانکزي د هلمند ولایت د امنیتي وضعیت په اړه له سي این این تلویزوني شبکې سره په خپلې مرکې كې وویل :

” لښکرګاه به سقوط و نه کړي، هغه د طالبانو لاس ته نه غورځیږي. که سقوط وکړې دې که هېڅ شک نه شته چې زه به استعفا ورکړم. “

اوس چې د موسم په ګرمیدو سره په هیواد کې د جګړو او نا امنیو څپه تونده شوې د هیواد په شمال کې د کندوز ولایت د ولایتي شورا غړي د طالبانو په لاس د کندوز ولایت د سقوط ګواښونه کوي.

له کندوز ولایت نه په تازه ترلاسه شویو خبرونکې راغلي چې همدا اوس عملا د دغه ولایت په ۶ ولسوالیوکې جګړه روانه ده او که يي پروخت مخنیوی ونشي نیږدي ده چې کندوز ښار دوباره د طالبانو په لاس سقوط وکړي.

اوس که له ښاغلي ستانکزي څخه د هیواد د ترټولو جګ پوړي امنیتي او دفاعي مسؤل په توګه وپوښتل شي چې تاخو د هیواد په جنوب غرب کې د هلمند ولایت د وضعیت د ډاډمن ښودلو په غرض ولس ته ډا ډ ورکړی او دا مو ورته ویلي چې که هلمند سقوط کوي نو زه به حتما له خپلې دندې لاس په سرکیږم ، خو دا دی اوس ولس ویني چې د هیواد په شمال کې د کندوز ولایت عملا د دوباره سقوط په درشل کې دی ایا که هغه سقوط وکړي د هیواد دفاع وزیر په توګه به ستا موقف څه وي ؟!

ايا بيا به هم د ولس د مطمئن کولو لپاره ستا موقف دا وي چې د کندوز د سقوط په مقابل کې هغوی ته د خپلې استعفاء او دندې پریښودلو اعلان وکړي؟!

ستا استعفاء به د کندوز یانو، هلمند یانو او نورو جګړه ځپلیو افغانانو کوم درد دواکړي؟!

ایا پرون چې د بغلان په ولایت کې ډنډ غوري دوباره سقوط وکړ هغه د افغانستان د جغرافیې برخه نه ګڼل کیږي؟!

ایا د خان اباد ولسوالۍ سقوط د کندوز ولایت سقوط نه دی؟!

ولي مو پر ولس داسې وضعیت راوستی چې د خپل هیواد ښارونه او ولسوالۍ د خپلو خلګوپه لاس سقوط کوي ؟!

تاسو په هیواد باندې د یوه منتخب حکومت د واکمنۍ دعوه کوئ که ستاسي خبره ریښتیاوي ولي مو ټول ولس په مخالفت کې ولاړاو د هرې ورځې په تیریدو سره د مخالفت ساحه پراخیږي؟

ولي په ګومل ولسوالۍ کې په یوه ورځ ستاسي د منتخب حکومت د حامیانو په لاس په یوه بم ۱۸ولسي وګړي په مظلومیت وژل کیږي ؟

ولي د یوې اونۍ له تیریدو ورسته هم د دغې ویرجنې پیښې په اړه هیڅ دولتي چارواکی د هغه ځای د خلګو غوښتنو او پوښتنو اوریدوته نه حاضریږي؟!

ښاغلی ستانکزی او د حکومت نور چارواکي باید د خپل ضمیراو وجدان په رڼا کې د ولس خواستو ته منطقي او معقول ځواب ووايي، او پر هیواد باندې د حکومت کولو داسې تګلاره اختیار کړي چې واقعا د ولس د غوښتنو او دهغوی د ستونزو او مشکلاتو د حل وړ تیا ولري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د