انضمام الحق د مشر روزوونکی له دندې استعفا وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۸مه ۱۳۹۵ل): د افغانستان د کرکټ اوسنی مشر روزوونکی انضمام الحق د خپل هیواد ملي ګټو لپاره د افغانستان کرکټ بورډ ته خپله استعفا وړاندې کړه.

د پاکستان کرکټ بورډ مشر د افغانستان د اوسنی مشر روزوونکی او د پاکستان د ملي لوبډلې پخوانی لوبډل مشر د دغې لوبډلې د مشر ټاکوونکی په توګه ګومارلو حتمي پریکړه کړې.

د پاکستاني رسنیود راپورونو پر بنسټ د پاکستان کرکټ بورډ مشر شهریار خان د افغانستان کرکټ بورډ له اجرایوي مشر شفیق ستانکزی سره اړیکه ټینګه کړې او هغه يي د انضمام الحق د مشر ټاکوونکی په دندې ګومارلو له پریکړې څخه خبر کړی.

د پاکستان کرکټ بورډ تر دې دمه په رسمي ډول دغې پریکړې په اړه څه نه دي ویلي خو د ځینو راپورونو او سرچینو پر بنسټ دغه اداره به د دوشنبې په ورځ په رسمي ډول خپل دغه پریکړه له رسنیو او خلکو سره شریکه کړي.

انضمام الحق خپله استعفا د ایمیل له لارې د افغانستان کرکټ بورډ ته استولی او په هغې کې يي لیکلي چې خپل د هیواد ملي ګټو لپاره غواړي د افغانستان د لوبډلې مشر روزوونکي له دندې استعفا وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر هم ویلي چې دغې ادارې سره د انضمام الحق قرارداد همدې کال تر نومبر میاشتې پورې وه خو هغوي په عاجله توګه د نوموړې استعفا منلې.

د افغانستان د کرکټ بورډ یو شمیر سرچینو په وینا انضمام الحق د افغانستان په کرکټ بورډ کې د پراخ فساد شتون له امله له دغې ادارې سره ښې اړیکې نه لرلې چې له امله يي خپل قرارداد پای ته رسیدو څخه وړاندې خپله استعفا وړاندې کړه.

د پاکستان کرکټ بورډ مشر په اسیا جام او نړیوال جام کې د خپلې لوبډلې خرابې لوبې له امله ټاکوونکې کمیټه منحله کړې وه او د دغې لوبډلې مشر روزوونکی وقار یونس او لوبډل مشر شاهد افریدي هم له خپلو دندو استعفا کړې وه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د