نظــر

دلېوانو حکومت

مجتبی پتنګ

دحامدکرزي  نمبر یک فاسد حکومت ته دا نوی لقب ( دلیوانو حکومت ) دنوموړي خپل دکابیني غړي  ( دکورنیو چارو وزیر  غلام مجتبی پتنګ ) ورکړی دی .

مجتبی پتنګ  چې لس میاشتې وړاندې دکورنیو چارو دوزیر په حیث ټاکل شوی وو ، تیره ورځ  دولسي جرګې په یوه استیضاحیه غونډه کې درایو په اکثریت له  وظیفې لرې کړل شو .

د ولسي جرګې له غونډې وروسته  مجتبی پتنګ   یوه خبري کانفرانس  ته ورغی او د خبریالانو په وړاندې دحکومت او  پارلمان په اړه  یې افشاګري وکړه .

مجتبی پتنګ وویل چې  ( تمام دولت در ګروګان ګرګها است ) نوموړي وویل  په تیره موده کې یې هڅه کړې چې دحکومتي لیوانو په وړاندې مقاومت وکړي ، خو توانیدلی نه دی ، ځکه دلیوانو پنجې خورا  اوږدې ، محکمې او خطرناکې دي .

مجتبی پتنګ دحکومت  په  مجریه او قضایه قوه کې دموجودو لیوانو په اړه ډیر څه ونه ویل ، مګر داچې  دپارلمان لیوانو له  دندې شړلی وو ، په انتقامي برید کې یې دپارلمانیانو یو شمیر رازونه افشاء کړل .

مجتبی پتنګ وویل  د پارلمان اعضاء ،  دمافیا ، مخدره موادو او  آی ایس آی دشبکو غړي دي ، ده وویل زه ثابتولای شم چې  ډیری  وکیلان په اصل کې قاچاقبر دي چې له افغانستان تر نایجریا پورې یې  دقاچاق جالونه غځیدلي دي ، نوموړي ۷۲ تنه وکیلان  قاچاقبر وبلل ، چې په تیرو لسومیاشتو کې یې  د ۹۳ تنو زنداني قاچاقبرو دتبدیل زندان  اوامر ترلاسه کړي دي ، مجتبی پتنګ وویل  د پارلمان اکثر وکیلان دځمکو په غصب کې مخامخ لاس لري ، چې داړتیا په صورت کې به یې نوموړی  اسناد افشاء کړي .

مجتبی پتنګ چې په دې خبري کانفرانس کې کومې خبرې کولې ، نو دخپلې لس میاشتنۍ دندې له تجربې غږیده او خپل دسترګو لیدلي حالات یې بیانول ، نوموړي په  تیرو لسو میاشتوکې  دپارلمان دوکیلانو  د ناقانونه غوښتنو او درخواستونو  ارقام داسې په ډاګه کړل .

په تیرو لسو میاشتو کې ۴۳۰امنیتي منصوبان  دوکیلانو په  غیرقانوني غوښتنو تغیر او تبدیل شوي ، او  دلوړو زده کړو ۱۲۴ بورسونه  دوکیلانو خپلوانو ته   ورکړل شوي دي .

 په همدې موده کې  ۷ دجنرالۍ درتبې غوښتنې  او ۱۱ زره  مختلفې  د رتبو دتثبیت غیرقانوني غوښتنې دوکیلانو لخوا  له  ده څخه شوي دي .

دغه راز په تیرو لسو میاشتو کې وکیلانو ۸۸  دمرمۍ ضد موټرو  اوامر له  داخله وزارت  څخه  ترلاسه کړي  چې معلومه  نه ده له دې موټرو څخه دوی څه استفاده کوي .

مجتبی پتنګ وویل  دقانون له مخې  د پارلمان او وکیلانو دامنیتي ساتونکو څومره والی معلوم دی ، خو وکیلانو په خپل سر غیرقانوني  تر ۱۵ زره زیات  وسلوال  ۴۶ رینجر موټر او سلګونه میله  سپکه او درنه وسله  لري ، چې معلومه نه ده  په دومره وسلوالو  باندې دوی څه کوي .

مجتبی پتنګ  تردې وړاندې  دحکومت جوړښت مسخره بللی وو او ویلي وو ، چې دنوموړی یو مرستیال هڅه کوي ، دی له دندې  وشړي او خپله وزارت ته ځان ورسوي ، مجتبی  پتنګ پرون دا هم ویلي چې یو مرستیال یې  په خلاف ولسي جرګې ته اسناد برابر کړي ، پیسې یې ویشلې او هڅه یي کړې چې وزیر له دندې لري کړي ، نوموړي دخپل دغه وفادار ( !) مرستیال نوم نه دی اخیستی .

باید ووایو چې دکرزي دحکومت اکثره غړي  هغه وخت  دوطن او اولس په وړاندې غدار چارواکي رسوا کوي چې کله یې ورسره شخصي نزاع راشي ، تردې وړاندې  دمالیې وزیر  عمر زاخیلوال هم   وکیلان  قاچاقبر او شرابیان بللي وو .

داچې دکرزي دحکومت دیوه وزیر د لس میاشتنۍ وظیفې  دغیرقانونيو مشاهدات دومره زیات دي ، له دې څخه اټکلولای شو ، چې په حکومت کې دموجود فساد حجم او کمیت څومره زیات دی ، داچې دکورنیو چارو وزیر حکومتی مشران لیوان  بولی معلومیږي چې فاسدو چارواکو داختلاس او ظلم وروستي حدود هم مات کړي دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x