افغانستان

«د وسلې کېښودو په صورت کې د حزب اسلامي په شرطونو غور کېدای شي»

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت چارواکي وايي، چې د ګلبدين حکمتيار حزب اسلامي ډله دې وسلې پر ځمکه کيږدي، له هغې ورسته به حکومت د دوی په غوښتنو او شرطونو غور وکړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستيال وياند دواخان مينه‌پال رسنيو ته وويل، چې د ګلبدين حکمتيار هغه غوښتنې ورته د منلو دي، چې اساسي قانون سره په ټکر کې نه وي.

ښاغلي مينه‌پال زياته کړه: «کله، چې د حزب اسلامي وسله‌وال خپلې وسلې پر ځمکه کيږدي، د سولې له بهير سره يو ځای شي، له هغې وروسته به حکومت د دوی د غوښتنو په اړه فکر وکړي، چې د منلو دي او که نه.»

نږدې يوه مياشت وړاندې د انجينر امين کريم په مشرۍ د حزب اسلامي پلاوی د خبرو لپاره کابل ته راغلی او غواړي، چې حکومت سره د سولې په اړه سالمې پرېکړې ته ورسيږي.

د سولې عالي شورا يو مرستيال عبدالخبير اوچقون وايي، چې د حزب له استازو سره په خبرو کې پرمختګ شوی او په يو شمېر قضيو سره سلا شوي هم دي.

تېره اوونۍ د سولې عالي شورا چارواکو ويلي و، چې د حزب له استازو سره په اويا سلنه خبرو توافق شوی او ژمنه يې کړې وه، چې د خبرو وروستۍ پايلې به په راتلونکو دوه درې ورځو کې د رسنيو له لارې ولس سره شريکې کړي، مګر  د يوې اوونۍ په تېرېدو د هغو خبرو پايله نه شوه څرګنده.

د سياسي چارو څارونکي وايي، چې حکومت د سولې بهير کې رښتينی نه دی او تر اوسه د سولې عالي شورا له استازو پرته لوړپوړي حکومتي چارواکو د حزب له پلاوي سره نه دي کتلي.

د سولې عالي شورا وياند او د ولسي جرګې وکيل مولوي شهزاده شاهد وايي، چې د سولې عالي شورا په خپلو پرېکړو کې واک نه لري او «دا يوه نمايشي اداره ده.»

د سياسي چارو شنونکی انجينر نظر محمد مطمين ويلي، چې حکومت کې ګڼې کړۍ د رښتينې سولې مخالفت کوي او نه غواړي، چې د دوی له لاسه د حکومت واګې او امتيازات ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x