نظــر

طالبانو د ملي اتل غازي ( نمبر خان ) ویډیو نشر کړه

 Afghan Ghazi

طالبانو په خپله رسمي ویب پاڼه یوه جالبه ویډیو نشر کړې ، چې دافغانستان دویاړلي تاریخ ددوو معاصرو قهرمانانو سره په کې مرکه شوې ده ، غازي نمبر خان د اردو هغه عسکر وو ، چې د۲۰۱۳ م کال دجولای په لسمه یې  په کندهار کې دخپل ټوپک شپیلۍ په بهرنیو یرغلګرو غاصبانو باندې ور وڅرخوله ، او ګڼ شمیر بهرني یرغلګر یې په خپله سزا ورسول ، تردې برید وروسته چې کله  غازي نمبر خان  ژوندی ددښمن پنجو ته ولوید ، څو شپې په توقیف کې وو ، چې وروسته دیوه  بل اسلامي احساس لرونکي اتل  بریدمل احسان الله  لخوا ترې زولنې او ځنځیرونه خلاص کړی شول ، دواړه له زندان نه ووتل او مخامخ له مجاهدینو سره یوځای شول .

 

 

دغازي نمبر خان او احسان الله کارنامو په حقیقت کې زموږ د اولس ددوو عمده صفاتو ( میړانې او وفادارۍ ) نغد تمثیل جهان ته وړاندې کړ ، چې لومړي یې په پوره ایماندارۍ ددین او وطن غداران مردار کړل ، او دوهم یې له خپل مجاهد ورور سره دیني او وطني خپلوي وپالـله ، او دسر په بیه ورته نجات ورکړ .

دغه دوه اتلان چې کله دطالبانو صف ته راځي ، طالبان یې هم ددیني جرأت قدرداني کوي او د قهرمانانو په توګه ترې هرکلی کوي ، دننګرهار د اچین اوسیدونکی غازي نمبر خان چې تر څو ورځې وړاندې پورې  یې چا نوم نه وو اوریدلی اوس دخپل اولس په منځ کې دیوه اتل په صفت قرار لري ، که چیرې داردو او پولیسو نور عسکر هم داسې قهرماني وکړي ، له یوې خوا به یې خپله دیني او افغاني وظیفه سرته رسولي وي له بلې خوا به په دنیا هم دښه منزلت خاوند وي .

راشئ  په لاندې لینکونو کې ددې غبرګو  اتلانو سره  خواله په خپلو سترګو ووینئ !

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x