نظــر

په خوست کې د سي آی أې په کارکوونکو د بريد په اړه «بدنام کنند» سند

ليکنه : بدرمنهاج

د نړۍ استخباراتي ادارې د «اسناد بدنام کننده» له میتود څخه د بیلابیلو موخو لپاره کار اخلي چې مهم يې په لاندې ډول دي :

۱ـ د جاسوسانو داستخدام د تحکيم لپاره . په دې معنی چې کله استخباراتي ادارې د جاسوسۍ لپاره یو څوک استخدام کړي نو د دې لپاره چې استخدام پياوړی او دائمي شي او جاسوس د تل لپاره کار ورته وکړي په جاسوس یو عمل کوي او دغه عمل يې مستند کوي او جاسوس پرې تهديدوي چې که چیري جاسوس له همکاري لاس واخلي نوموړی عمل به يې ښکاره کړي ؛ او دا داسې عمل وي چې جاسوس يې هیڅکله ښکاره کیدل نه غواړي .

۲ـ د مورد نظر هدف په لیکو کې د ذلت او کمترۍ د احساس ، بې باوري او اختلاف لپاره .

۳ـ د مورد نظر هدف د تشخص د خچن کولو لپاره .

۴ـ په مورد نظر هدف د تیري د پلمې او ورته د عامه ذهنيت د چمتو کولو لپاره .

د نړۍ په ځانګړې توګه د امريکا او لويديځ پياوړې استخباراتي ادارې د مورد نظر اهدافو په خلاف د بدناموونکو اسنادو له ميتود څخه  زیات کار اخلي او د داسې اسنادو دافشاء لپاره يې بیلابېلې قانوني او غير قانوني ، مستقيمې او غیر مستقيمې لارې رامنځ ته کړې دي .

دغو ادار و په دې وروستيو کلنو کې د پټو معلوماتو تر نامه لاندې د بې شمېره اسنادو  په ټول کې اسلامي او جهادي حرکتونو ته متوجه زیات بدناموونکي اسناد چې بيلابيل اسلامي او جهادي حرکتونه او د دوی مشران يې هدف وو خپاره کړي دي .

لکه د القاعدې د مشر شيخ اسامه ، د پاکستان د جمعیت علماء اسلام د مشر مولانا فضل الرحمن او دا اوس اوس د حقاني صیب دوی په اړه .

نوی خپور شوی بدنام کننده سند

دا سند دامريکا د هغو محرمو ديپلوماتیکو لیکونو له جملې څخه یولیک ده چې اوس تازه په تازه خپاره شوي دي.

په دې لیک کې داسې راغلي کومه حمله چې په ۲۰۰۹ کال کې په خوست ولایت کې د سي آی اې په (    ) مرکز کې د سي ای اې په لوړ پوړو افسرانو چې د اردن د استخباراتو یو لو پوړی افسر هم ورسره وو د ډاکټر خلیل اردني له لوري ترسره شوه په دې حمله کې د پاکستان د پوځي استخباراتو ای اس ای لاس وو او دوه لکه ډالر يې په اصطلاح حقاني شبکې ته د دې حملې د ترسره کولو لپاره ورکړي وو .

داچې د دغه لیک محتوا څومره حقیقت لري اوولې  يې اوسنی وخت د خپراوي لپاره غوره شوی او د کومو موخو لپاره خپور شوی هغه پوښتنې دي چې د هرچا په ذهن کې خطور کوي .

د دې بدنام کننده سند رښتونولی

څرنګه چې په راپورونو کې هم راغلي په دې محرم ديپلوماتيک لیک کې ځای شوي معلومات  وروستي نه دي یعنې دغه اطلاع وروستۍ نه ده یا یو ابتدائي سګنال ده او یا د استخباراتو د تحلیل د فن له نظره په داسې پړاو کې نه ده چې پرې باور وشي.

ظاهراً هم که تر غور لاندې ونيول شي داسې قرائن او شواهد نه دي ورسره خپاره شوي چې د دغې اطلاع رښتونولي ثابته کړي او یو څوک دا ومني چې واقعاً به همداسې شوي وي .

له بله پلوه د دغو معلوماتو په رد کې ډیر قرائن او دلایل شته چې مهم يې په لاندې ډول دي:

۱ـ د دغو عملیاتو پړه د پاکستاني طالبانو پخواني مرحوم مشر حکیم الله مسود په یوه ویډيو کښې په غاړه اخستې وه په دغه ویډيو کښې هغه انځورونه هم شته چې نوموړي د بريد له ترسره کوونکي اردنی طبعه ډاکټر خليل سره د برید دمخه اخستي ، نوموړي د دغه بريد موخه د خپل مرحوم امير مولوي بیت الله مسود انتقام ښودلی .

۲ـ د دغه بريد پړه القاعدې هم په غاړه اخستې .

دد یادونې وړه د ه چې طالبانو يې هم پړه په غاړه اخستې معمولاً طالبان د ټولو هغو بريدونو پړه په غاړه اخلي کوم چې د افغانستان په داخل کې د هغو کسانو له لوري ترسره کيږي چې د طالبانو له امير سره يې بیعت ترسره کړی وي او بل څوک يې پړه په غاړه نه اخلي خو دا یوه استثنايي پيښه وه چې طرحه کوونکو او ترسره کوونکو يې د خپلو ځينو مصالحو لپاره چې له افغانستانه بهر امورو پورې يې اړه لرله پړه په غاړه واخستله .

۳ـ د پاکستان ای اس ای کله هم د دې جرأت نه لري چې په امریکایانو داسې حملې ترسره کړي که تاريخي حقايقوته ور وګرځو مومو چې پاکستان له امریکا څخه زیات ویريږي او له تاثیر لاندې يې ده او د امریکا د خوشالولو لپاره له هیڅ قسمه قربانۍ څخه مخ نه اړوي  او تل ورته لاس په سینه وي

د دې بدنام کننده سند له خپراوي څخه موخې

۱ـ د سولې او مذاکراتو په اړه  د څلور اړخیزه ناستو د غوښتنو د ترديد له وجې د طالبانو د غښتلی شوي سیاسي موقف  اوځليدلي استقلال کمزوري کول او کم رنګه کول .

۲ـ د طالبانو د نوي مشر د مرستیال ملاسراج الدين حقاني په شخصيت بريد ؛ ځکه د نوموړي په هڅو په دې وروستيو وختو کې د طالبانو یو شمير مهم اشخاص چې تراوسه يې د ځينو ملاحظو له امله له نوي مشر سره خپل بیعت ځنډولی وو را خوشاله او بیعت يې ترسره کړ او د طالبانو د مرحوم مشر کورنۍ عملاً د نوي مشر تر قیادت لاندې نوې ورسپارل شوې دندې پيل کړې .

بهرنيو  استخباراتو ته چې د طالبانو ترمنځ د لاډیر انشقاق لپاره يې هڅې کولې او دا يې د طالبانو د ماتولو لپاره تر ټولو کاري لار بلله دملا سراج الدين حقاني دغو هڅو او لاسته راوړنو سخت ټکان ورکړ او د طالبانو په منځ کې د ده  د اغیزمن رول له امله ورته زیاتې انديښنې پيدا شوې دي ځکه اوس غواړي د داسې اسنادو په خپرولو نوموړی بدنام کړي  او په ده باندې د طالبانو د قیادت او افرادي قوت موجود باور کمزوری کړي .

۳ـ په طالبانو د فشار د زیاتولو او په دوی کې د ځينو مشخصو کسانو په ضد د بريد لپاره د پلمې د پيدا کولو او ورته د عامه ذهنيت د اماده کولو په خاطر  .

پايله

پورتنيو حقایقو ته په کتو دې پايلې ته رسیږو چې د خپور شوي امريکايي محرم ديپلوماتيک لیک محتوا هیڅ حقیقت نه لري او د بیلابیلو استخباراتي ، تبلیغاتي او رواني موخو د لاسته راوړلو لپاره یو بدنام کننده سند ده او څوک يې چې هدف دي هغوی يې د اغېزو مخه د حقايقو په ښکاره  کولو ، په سیاسي روابطو کې د پياوړي استدلال په وړاندې کولو ، په عمل کې د خپل موقف په قوي ساتلو او د یوه داسې اقدام په ترسره کولو سره چې د دغه لیک محتوا ناسمه ثابته کړي مخه نيولای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x