نړۍ

سعودي عربستان له امريکا د خپلو پانګو د وېستو ګواښ وکړ

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): سعودي عربستان سپينې ماڼۍ ته ګواښ کړی، که امريکايي کانګريس کوم داسې قانون تصويب کړ، چې له مخې يې سعودي عربستان د يوولسم سپتمبر په پېښه کې ککړ وبلل شو، نو دوی به خپل ملياردونه ډالر له امريکا وباسي.

نيويارک ټايمز امريکايي ورځپاڼې ليکلي، له تېرو څو اوونيو راهيسې د ديموکراتانو او جمهوري پلوو استازي هڅه کوي، چې داسې يو قانون تصويب کړي، چې له مخې يې سعودي عربستان د يوولسم سپتمبر په پېښه کې ککړ وبلل شي، مګر د بهرنيو چارو او دفاع وزارت هڅه کوي، چې د دغه قانون د تصويب مخه ونيسي.

سپينه ماڼۍ په دې انده ده، که داسې يو قانون تصويب شو، نو امريکا به په ډيپلوماتيک ډګر کې له ګڼو ستونزو او کړاوونو سره مخ شي.

امريکايي رسنۍ وايي، چې تېره مياشت د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير د امريکا د سفر پر مهال د کانګريس غړو ته ګواښ کړی و، که کوم داسې قانون يې تصويب کړ، چې له مخې يې سعودي عربستان د يوولسم سپتمبر په پېښه کې ښکېل وباله، نو هېواد به يې اړ وي، چې امريکا کې خپل ملياردونه ډالر مخکې له دې وپلوري امريکا يې کنګل کړي. د امريکا ماليې وزارت سره د امنيتي ضمانت په توګه د سعودي عربستان ۷۵۰ مليارده ډالر پراته دي.

د اقتصادي چارو څارونکي وايي، چې سعودي عربستان به دا ډول ګام پورته نه کړي؛ ځکه چې دې سره به د سعودي اقتصاد له سخت زيان سره مخ شي، مګر دې کې شک هم نه شته، چې سعودي عربستان په داسې يو حساس وخت کې امريکا ته داسې ګواښ کوي، نو له دې ښکاري، چې د دواړو هېوادونو اړيکې هم له ستونزو او کړاوونو ډکې دي.

سپينه ماڼۍ په دې اند ده، چې د داسې قانون د جوړولو په صورت کې به امريکا له ګڼو ستونزو سره مخ شي، له همدې امريکا د اوباما نږدې پلويان او حکومتي چارواکي په دې لټه کې دي، چې د کانګريس غړي د سعودي عربستان پر ضد له هر ډول قانون جوړولو راوګرځوي. د اوباما له لوري د دې قانون د مخنيوي هڅې دومره ګړندۍ شوي، چې د سپتمبر يوولسمې پېښه کې د ګڼو وژل شوو کسانو کورنيو او د کانګريس غړو د اوباما پر ضد څرګندونې پيل کړي او دوی فکر کوي، چې ولسمشر تل د سعودي عربستان ملاتړ کوي.

امريکايي ولسمشر د راتلونکې چهار شنبې په ورځ سعودي عربستان ځي او هلته به د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز او نورو چارواکو سره په دوه اړخيزو اړيکو خبرې وکړي.

ايا سعودي چارواکي به د کانګريس د نوي بحث او قانون جوړونې په اړه له اوباما سره خبرې وکړي؟

نيويارک ټايمز زياتوي، چې امريکا کې يې د سعودي عربستان له سفارتي چارواکو په دې اړه پوښتنه وکړه، نو هغوی يې له ځواب ويلو ډډه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x