شعـــــرونه

غزل: کامران خپلواک

کامران خپلواک

اوشکو سره زه د انقلاب و پشو ته ولوېدم
اوس سلګۍ سلګۍ ستا د کتاب و پشو ته ولوېدم

زړه کې مو دا هيله چې يوازې ناز مو ته اخلې
زه له استشهاده د ثواب و پشو ته ولوېدم

بيا به نو په کومو سترګو لوړ جهان ته ګورمه
خدای مه کړه که چيرې د عذاب و پشو ته ولوېدم

نن خو وه درشل د واکمنۍ ته رسېدلی يم
زړه که رانه مات شو د سيلاب و پشو ته ولوېدم

ستا در ته که لوڅې پښې اغزو باندې رانغلمه
بيا نو د ناشوني يو ځواب و پشو ته ولوېدم

کله چې درد مند شومه نو پوی د ژوند په راز شومه
زه چې ستا د مينې د رکاب و پشو ته ولوېدم

اوس خو مې کامرانه دا ياران هيڅ قدر نه کوي
بيا به سم ګوهر که دجناب و پشو ته ولوېدم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x