افغانستان

کورنیو چارو وزارت له جګړې تښتېدونکي سرتیري په سختې سزا وګواښل

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): په داسې حال کې چې طالبانو له تېرو څو ورځو راهیسې د کندز ولایت په ټولو ولسوالیو کې یوځايي عملیات پیل کړي، په شمال ختیځ زون کې د پولیسو مشر هغه سرتیري په سختې سزا ګواښلي چې د جګړې له ډګره تښتي.

لوی پاسوال «شیر عزیز کامه وال» چې دا مهال په کندز کې دی، وايي چې هغه سرتیري به پوځي محکمې ته راکشوي چې د طالبانو د بریدونو په وړاندې ځان نه ټینګوي او د جګړې له ډګره پښې سپکوي.

نوموړي د شمشاد تلویزون سره په خبرو کې وویل چې هغه سرتیري چې «شهامت» کوي به تقدیریږي، خو په خبره یې «که څوک دووسي او بې غیرتي کوي او بیرته راځي زمونږ د قوانینو په چوکاټ کې به په پوځي محکمه کې محاکمه کیږي».

ښاغلي کامه وال ګواښ کړی چې تښتېدونکو سرتیرو ته به «سخته سزا» ورکوي.

له تېرو څو ورځو راهیسې چې طالبانو د پسرلنيو عملیاتو اعلان کړی، په کندز او بغلان کې لسګونو سرتیرو له جګړې لاس اخیستې او د وسلو سره طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د شنونکو په قول د جګړې له ډګره د افغان سرتیرو په تېښته کې د طالبانو پوځي وړتیا بې اغېزې نه شي ګڼل کېدای، پر دې سربېره د افغان دولتي عسکرو ترمنځ پر یو بل بې باوري هم د دې تيښتې لوی علت ګڼل کېږي.

که څه هم چارواکي د افغان ځواکونو په اوچت مورال ټینګار کوي، خو د لوی پاسوال شیر عزیز کامه وال وروستۍ څرګندونې دا اندیښنې زیاتوي چې افغان ځواکونه د لویدلي مورال له جدي ګواښ سره مخ دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x