افغانستان

دفاع وزارت د کونړ ویجاړې شوې چورلکې په اړه یو ځل بیا څرګندونې کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وري ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت د دفاع وزارت د هغې څرخي الوتکې په اړه یو ځل بیا څرګندونې کړي چې طالبانو په کونړ ولایت کې د خښ کړل شوي ماین په انفجار له مینځه یووړه او ویډیو یې رسنیو ته ولېږله.

وړمه ورځ د ملي دفاع وزارت ویاند «دولت وزیري» له بي بي سي سره په خبرو کې د ځمکني ماین خبره رد کړې وه او ویلي یې وه چې څرخکه د تخنیکي ستونزو له کبله رالوېدلې او ځکه یې له هوا څخه سقوط وکړ چې پره یې په دیوال ولګېده.

خو نوموړی په خپلو تازه څرګندونو کې د دیوال او پرې له خبرې تېر بریښي او د چورلکې د ویجاړېدو اصلي لامل دا ګڼي چې په څنګ کې يې د طالبانو توپ لګېدلی.

دولت وزیري د دفاع وزارت په رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي چې دوی پخوا فکر کاوه چې چورلکې پخپله اور اخیستی خو د پلټنو وروسته ورته معلومه شوه چې څنګ ته یې د توپ مرمۍ لګېدلې.

نوموړی زیاتوي:

«کله چې هلیکوپټر تخنیکي عوارض پیدا کوي بیړنۍ ناسته کوي، په دې وخت کې د مخالفینو لخوا د لیرې څخه ۸۲ ملي متري توپ له ځنګله فیر کیږي او مرمۍ د هلیکوپټر څنګ کې لګېږي او چورلکه اور اخلي».

ښاغلی وزیری ډاډ څرګندوي چې د چورلکې دواړه پیلوټان ژوندي دي.

خو دا ځل هم نوموړي نه ده روښانه کړې چې د چورلکې څنګ ته د توپ مرمۍ له لګېدو سره جوخت ولې چورلکه په بل مخ اوړي؟.

د تېرې مارچ په ۲۸مه د ملي اردو یوه څرخي الوتکه د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د یوې امنیتي پوستې مخې ته په خښ کړل شوي ماین کښېناسته چې د چاودنې نه وروسته په بل مخ واوښته. طالبان وایي چي په دې پېښه کي یې د ملي اردو ۲۱ تنه افسران وژلي دي.

د دفاع وزارت ویاند د پېښې په اړه په خپلو لومړنیو څرګندونو کې د ځمکني ماین خبره په کلکه رد کړې وه او ویلي یې وه چې د چورلکې پره له دیوال سره جنګېدلې نو ځکه یې له هوا څخه سقوط کړی وه.

ښاغلی وزیري وروسته له هغه تر خپل پخواني نظر څخه تېریږي چې په ټولنیزو رسنیو کې یې له دیوال سره د پرې لګېدو دلیل د خندنیزو غبرګونو سره مخ شو.

دولت وزیري چې په پوځي چارو کې يې ماسټري هم ترلاسه کړې، د ګډ حکومت د امنیتي ویاندویانو په ډله کې په تبلیغاتو شهرت لري.

د تېر اکتوبر په میاشت کې چې طالبانو کندز ولایت نیولی وه، ښاغلي وزیري له رسنیو څخه په ټینګه غوښتنه کړې وه چې د افغان ځواکونو د پرمختګونو په راپورونو کې دې یو په لس چنده مبالغه کوي. ځکه چې، د نوموړي په باور، په جګړییز حالت کې له مبالغې ډکې څرګندونې د افغان پوځ د مورال او روحیې په لوړولو کې مرسته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

د کابل غلامی اداری ټول چارواکی د دندو او صلاحیتو له مخی بیشمیره دروغ وایی یعنی دروغ ویل هغوی ته هنر ښکاری هر څوک چه دیر دروغ وویی د هغه معاش او رتبه هم لوړیږی مګر غیر مسلکی دروغ به یی ویل یعنی خپله به هم پری پوهیدلو چه دروغ یی ویلی دی ، خو کله چه مو د دولت وزیری واوریدل چه په نظامی کی ماستری لری نو مونږ ویل چه دا خو به مسلکی دروغ وایی ماستری لری یعنی داسی بی منطقه دروغ به نه وایی چه خپله هم پری باوری شی چه دروغ یی ویلی دی ،… نور لوستل »

جمیل انوري

آخر به یې ومني ، د سوړن وزیري په سوړو اوس هیڅوک هم باورنه کوي

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x