نظــر

د طالبانو عمري بریدونو زور اخیستی

خالد افغان زوی

له تیرو څوورځو راهیسې چې د وسلوالو طالبانو لخوا د عمري عملیاتو په نوم نوی پسرلنی جنګ پیل شوی دی، ورسره د افغانستان د جګړې په میدان کې دواک او ځواک موازنه هم ورسره په خوځېدا راغلې.

حکومتي ځواکونو چې جګړې ته د امریکایي ځواکونو له راغبرګېدو او ژمني نسبي استقرار سره یې یو څه د ارام ساه اخیستې او د شفق په نوم د عملیاتو د بریا اعلامیې یي خپرولې، په تیرو څو ورځو کې د طالبانو عمري سرتاسري عملیاتو یو ځل بیا دفاعي حالت ته اړ او په بیلابیلو ساحو کې شاتګ او سیمو پرې ښودو ته مجبور کړي دي.

د طالبانو د عمري عملیاتو د لومړۍ ورځې ستره بریا د بغلان د ډنډغوري سیمې بشپړ نیول او د لسګونو دولتي عسکرو تسلیمول و، ډنډغوري هغه سیمه وه چې تیر ژمی د اشرف غني ادارې ورته خپل ټول ځمکنی او هوایي ځواک راجمع کړ، تر سخت بمبار او توپونو لاندې یي ونیوله، شاوخوا زرتنه ولسي وګړي یي په کې مړه او ټپیان کړل، سلګونه کورونه یي ونړول، د بریښنا پایې یې چپه کړې او کابل یي څو اونۍ تیاره کړ تر څو یي په پایله کې طالبان دې ته اړ کړل چې له دې سیمې ووځي.

د اشرف غني ادارې د ډنډغوري نیول د تیر ژمي خپله تر ټولو ښکاره پوځي بریا بلله، مګر څو ورځې وړاندې ولیدل شول چې طالبانو د څو ساعتونو په ترڅ کې دا پراخه سیمه یو ځل بیا له دولتي عسکرو تصفیه کړه، د هغوی ګڼې پوستې، بیسونه او امکانات یي ولجه کړل او لسګونه تنه محلي پولیس او د خیزش مردمي په نوم استخدام شوي نوه کي ټوپکیان یي هم ژوندي ونیول .

د بغلان په څيرد طالبانو عمري بریدونو په څنګلوري کندز کې هم زور اخیستی، ویل کیږي طالبانو د تیرې جمعې په ورځ د کندز په شپږو ولسوالیو کې هم مهال عملیات پیل کړي و،د کندز خان اباد سیمه چې د تېر کال په عملیاتو کې له طالبانو پاتې وه سږکال طالبانو ونیوله او د تخار او کندز د لویې لارې څخه یي هم امنیتي پوستې ټولې کړې، د وړمې ورځې په جګړو کې طالبانو په کندز کې دیرش پوستې نیولې،او په دې ډول یو ځل بیا د کندز ښار دروازو ته رسیدلي دي.

دغه راز د کونړ دانګام، د نورستان دواب، د کاپیسا تګاب، د فراه بالابلوک، د هرات تورغنډۍ، د فاریاب ګرزیوان، د جوزجان قوشتپه او د بدخشان ولایت په ګڼو ولسوالیو کې هم طالبانو د پام وړ پرمختګونه کړي او لسګونه پوستې او قرارګاوې یي له دولتي عسکرو نیولې دي.

له بلې خوا معلومات په ډاګه کوي چې طالبانو سږ کال په عادي جنګیالو سربیره په ګڼ شمیر کې روزل شوي او مجهز جنګیالي له منظمو جنګي تشکیلاتو او تجهیزاتو سره د جګړې میدان ته وړاندې کړي چې ډیر زر به د هیواد به بیلابیلو سیمو کې په عملیاتو پیل وکړي.

د طالبانو دغه جنګیالي په تهاجمي روحیه روزل شوي چې ښایي د افغانستان د روانې جګړې په ترازو کې د طالبانو اړخ ته د درنې ډبرې مثال ولري.

په داسې حال کې چې طالبان د خپل فقید مشر ملا محمد عمر مجاهد الهام بخشه نوم ته منسوب عملیات په ډیر دقت او نظم سره پر مخ وړي دولتي چارواکو یوازې په رسنیو کې تبلیغاتو او خبرو ته کش ورکړی تر څو د طالبانو بریاوې له عامه انظارو پټې او خلکو ته ناڅیزه وښيي.

له بلې خواد جګړې په ډګر کې د دولتي عسکرو مورال هم بشپړ لویدلی ښکاري چې په خپل متبوع رژیم باور بشپړ بایللی دی، دبغلان په جګړه کې طالبانو ته تسلیم شویو دولتي عسکرو په یوه ویډیویي پيغام کې ویلي دي چې حکومت په بشپړ ډول اعتبار بایللی چې حتی خپل عسکر نه شي اکمال کولی نو ځکه باید واک پریږدي تر څو په دې ډول جګړه پای ته ورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx