نظــر

دندي موندنې پرمهال د فساد د څومره والې اټکل ؟

 ښاېې ډیرو ته  به دغه مسله دومره په زړه پوري نه وی، اویا به هغوي ښې او غوړې  دندي لری خو هغه ځوانان چې تازه له پوهنتونونو اوتعلیمې مرکزونو نه  فارغیږي او لوړي زده کړي يي سرته رسولي دنده اخیستل ورته بلاتشبیه په پل طراط ختل دی.

 په تیره بیا هغه شمیر کسان چې بی واسطې، بی ګونده، بي پري، انګریزي او کمپوټر يي نه وي زده ، او دوستان اویا خپلوان يي لوړپوړي دولتې چارواکې اویا هم په بهرنیو او داخلي موسسو کې  نه وي،  دنده موندنه ورته په کوه قاف کې ښاپیرۍ پیدا کول دی.

ولی راته د څوکرښو لیکلو احساس پیدا شو ، ځکه زما د پوهنتون د دورې یوټولګیوال چې پخپل کلۍ کې ښوونځې پای ته رسولي و او د کانکور ازموینې له لارې کابل پوهنتون ته بریالي شوي و، زمینه ورته هغه مهال مساعد نه وه چې انګریژي زده کړی، نو پر انګریزې ژبه  د نه پوهیدنې په جرم یا نیمګرتیا له کبله کلونه کلونه بې دندې وګرځیده، ډیره مبالغه به نه  وی چې ووایم  داسې اداره به نه وی چې دغه عاجز به په کې د وظیفې لپاره غوښتنلیک او د لنډو سوانحو یا سې وي کاپي نه وي ورکړي، بلا مرکۍ/انټرويګانې يي ترسره کړي، یوه ورځ يي یوه جالبه خبره وکړه، هغه ویل، د کارموندنې په سایټونوکې د بست  لاندينې برخه کې  لیکلې  وي چې دغه اداره  میرمنواو انجونو  ته لومړیتوب ورکوي، کله چې دغه ټکې وګورم که زما شرایط ورته برابر هم وی په بیړه يي بنده کړم ، ځکه  هغه ویلې څو ځایه د دندی راقابت پرسر له ښځینه وسره مخ شوي یم ،که ریښتیا ووایم هغوي د اړوندي دندي په اړه نه پوهه اونه هم تجربه درلوده، مګر بیا هم هغوي  استخدام او ماته يي ځواب راکړ، داچې حوصله نه وه راپاتي نو د یادی ادارې له مسوولینو سره  مې  استدلال وکړکله چې هغوي ځواب نه درلوده نو راته يي وویل،چې یوازي مسلک اوتجربه هم شرط نه ده که په نېمه پوهیږي نو پوه شوه ،کله چې د هغې ادارې له دروازې وتلم اګر چه دغه هیله ښه هم نده مګر ما له ځانه سره مي ویل چې کاش زه هم نجلۍ وای! اوس به  مقرر واي! اویا داسې کوم روغتون وايي چې  د جراحې عملیاتو پرمټ مې ځان نجلۍ کړی واي. !   

 په پای کې هغه  زړه توري اومسلک ته يي د تل لپاره وداع وویله، څومره د خواشینې ځای دی ، په افغانستان کې زده کړې وړیا دي،  پرهرمتعلم اومحصل د دولت څومره بودجه لګول کیږي؟ دغه اندازه  شاید اړوندو مراجعو ته معلومه وی، هرکدر په هره برخه کې  ددی هیواد یوه  پانګه ګڼل کیږي، خو په څومره بي غوري له لاسه وځې، مونږ چې اوریدلی وو، ژبه د افهام او تفیم یوه وسېله ده خو که بیا هم دومره مهمه او شرط وي بیا ولې د هیواد د پوهنتونونو او تعلیمې مرکزونو ژبه انګریزې نه منل کیږي؟

چې لومړي محصل ته  د پوهنتون د استادانو لخوا  د امیر شیر علی خان د زمانې زاړه اوتاریخ تیر چپټرونه او نوټونه تدریسیږي،چې  په پای کې د هغه غریب اوبزګر بچې چې د لیری پرتو سیمو او یا ولایتونو نه د روښانه راتلونکې په نیت راغلې وی  هیلې ېې د خاورو سره خاورې او وخت يي عبث تیر اویا هم د کومې فاکولتې د دریم یا څلورم کال محصل وی د انګریزې د بګنر کتاب يي تر څنګ  نیولي او د انګریزې ژپې زده کړي په موخه کوم مرکز ته روان وی.

همایون بابر- د جولای ۲۳مه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x