نړۍ

لاتيني امريکا کې درنه زلزله شوې

لاتيني امريکا کې درنه زلزله شوې

نن ټکی اسیا (يکشنبه، وري ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د لاتيني امريکا په ايکواډور ساحلي هېواد کې درنه زلزله راغلې او شدت يې ۷،۸ ښودل شوی دی.

د زلزلې له امله ګڼې ودانۍ نړېدلي دي.

تر اوسه د ۲۸ کسانو د مړه کېدو خبرونه رسنيو ته رسېدلي، مګر ځايي چارواکي وايي، چې د مرګ ژوبلې شمېر له دې هم زياتېدای شي.

له پلازمېنې ۱۶۰ کيلومټر لرې سيمو کې هم لوړپوړيزې ودانۍ نړېدلي دي.

پلازمېنه کيوټو کې، چې دزلزلې ټکانونه راغلل، خلک د وېرې له امله له خپلو کورونو راووتلل.

د ايکواډور مرستيال ولسمشر جورج ګليس د يو خبري کنفرانس پر مهال رسنيو ته وويل، چې تر اوسه د ۲۸ کسانو د مړه کېدو خبرونه ترلاسه شوي او کېدای شي دا شمېر نور هم زيات شي.

غربي رسنۍ د ځايي اوسېدونکو له قوله وايي، چې خلکو کې سخته وېره او ترهه خپره ده، لوړپوړيزې ودانۍ تر ډېره ښورېدې او د کورونو لوښي پر ځمکه پرېوتي دي.

د راپورونو له مخې د زلزلې له امله ګڼې ودانۍ، سړکونه او پلونه نړېدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x