ادبي لیکني

ادبیات او ایډیالوژي

لیکوال: ټري ایګلټون
ژباړه: حبیب میرخېل

فردریک انګلز په خپل کتاب «لودویک فویرباخ او د جرمني د کلاسیکې فلسفې پای»(۱۸۱۸) کې لیکي، چې هنر له اقتصادي او سیاسي تیورۍ خورا ډېر بډای او کنايي دی؛ ځکه ډېر لږ د ځانګړې ایډیالوژۍ په بڼه وړاندې کیږي. په کار ده دلته هم د مارکسیزم له لیدلوري د ایډیالوژۍ کره مانا بیاموو. ایډیالوژي په لومړي سر کې د اصولو یا عقایدو(doctrine) کومه ټولګه نه ده، بلکې د انسانانو ژوند لاره او په طبقاتي ټولنه کې د دوی رول په ګوته کوي.

ایډیالوژۍ د انسانانو د ټولنیز رول منلو لپاره ارزښتونه، ایډیاګانې او رولونه خپله انسانانو ته وړاندې کوي او په دې سره د ټولنې په اړه حقیقي پوهه د یوه کل په توګه په لاس نه ورکوي. له دې نظره «ویجاړه سیمه»[1] شعر یو ایډیالوژیک محصول دی: دا شعر د هغه انسان انځوروونکی دی، چې غواړي د خپلې ټولنې خلاف لارو چارو یا هغو لارو له مخې خپلو تجربو ته مانا ورکړي، چې د وروستي تحلیل له مخې پوچ او دروغین دي. ټول هنرونه له یوې ایډیالوژیکې خاکې یا مفکورې یاهم له نړۍ څخه د ایډیالوژیکې انګیرنې پر بنسټ رامنځ ته کیږي. هغه هنر، چې په بشپړه توګه له ایډیالوژيکې منځپانګې او محتوا تش وي، د پلخانوف په خبره اصلا ً وجود نه لري. خو د انګلز اشاره دا راته وايي، چې د هنر او ایډیالوژۍ ترمنځ اړیکه له هغې اړیکې ډېر ټینګه او پیاوړې ده، چې د حقوقو او سیاسي تیورۍ(د یوې حاکمې طبقې د ګټو مستقیم انعکاس دی) او ایډیالوژۍ ترمنځ وجود لري. نو اصلي خبره دا ده، چې «د هنر او ایډیالوژۍ ترمنځ اړیکه څنګه ده؟»

دا اسانه پوښتنه نه ده. کولای شو له دې پوښتنې سره دوه ډوله افراطي چلند کولای شو: لومړی دا چې هنر او ادبیات «په هنري چوکاټ کې له وړاندې شوې ایډیالوژۍ» پرته بل څه ونه ګڼو. (د دې نظر له مخې، ادبي آثار یوازې د خپل وخت د ایډیالوژيو چارتونه یا چوکاټونه دي. ادبي آثار د خپل وخت د «کاذب شعور» زندانونه دي، چې له هغه څخه د تېښتې او حقیقت ته د رسېدو وس نه لري).

دا ډول چلند د هغه عامیانه مارکسیستي کره کتنې حاصل دی، چې ادبي آثار یوازې د واکمنو ایډیالوژيو د  غبرګون په توګه په پام کې نیسي او په پایله کې د دې ټکي تشریح نه شي کولای، چې ولې ادبیات په عملي توګه د خپلې زمانې د ایډیالوژیکو مفروضاتو پر وړاندې دریږي.

د چلند دویم ډول دا دی، چې د ایډیالوژۍ او هنر ترمنځ تقابل یا نامطابقت ومنو او په جزئي توګه یې د هنر له تعریف څخه را وباسو. آرنېست فیشر په خپل کتاب «هنر د ایډیالوژۍ پر وړاندې» کې وايي، چې اصیل هنر تل د خپلې زمانې له ایډیالوژیکو محدودیتونو پښه اړوي او موږ داسې وقعیتونو ته رسوي، چې ایډیالوژي یې له موږ څخه پټ ساتي.

زما په اند، یاد دواړه چلندونه ساده ګي ده. فرانسوي مفکر لويي آلترسر د هنر او ایډیالوژۍ ترمنځ اړیکه په ډېره ظریفانه(مګر نابشپړه) توګه تر غور او کره کتنې لاندې نیولې او وايي، چې نه شو کولای هنر د ایډیالوژۍ تر کچې راټيټ کړو: هنر له ایډیالوژۍ سره نسبتا ً ځانګړې اړیکه لري. ایډیالوژي، داسې ډاروونکې خاکې او مفکورې وړاندې کوي، چې انسانان یې له مخې ( او په کې) واقعي نړۍ تجربه کوي. هنر هم دا ډول یوه تجربه زموږ پر وړاندې ږدي؛ خو له دې ټولو سربېره، هنر تر ډېره په ځانګړو شرایطو کې د ژوندانه ښکارندويي کوي، نه د شرایطو عقلي تحلیل. خو بیا هم، د هنر کار د تجربو له انفعالي غبرګون ډېر وړاندې دی.

سره له دې، چې هنر د ایډیالوژۍ په چوکاټ کې ځاییږي، هڅه کوي څو له هغه لرې اوسي او داسې ټکي ته ځان ورسوي، چې موږ د خپلې جوړوونکې ایډیالوژۍ په «احساس» او «ادراک» بریالي کړي. له همدې امله، هنر هغه پوهه زموږ په واک کې نه راکوي، چې ایډیالوژي یې له موږ څخه پټوي؛ ځکه «آلتوسر» وايي: پوهه د خپلې کره مانا له مخې علمي معرف دی – د مثال په توګه، د پانګونې په اړه کولای تر ډېره د کپیټل له کتاب څخه کار واخلو نه د چارلېز دیکنز له «سخت ژوند» نومي اثر څخه. د علم او هنر ترمنځ توپير دا نه دی، چې دغه دواړې مقولې له بېلابېلو موضوعاتو سره اړه لري، بلکې کره توپير یې په دې کې دی، چې له واحدې موضوع سره په بېلابېلو بڼو چلند کوي. علم د یوه ټاکلي وضعیت په اړه عقلاني پوهه راکوي، خو هنر د دې لامل کیږي، چې موږ هغه وضعیت تجربه کړو؛ ځکه نو له دې امله ایډیالوژۍ سره ورته والی لري.

له دې سربېره، محدودیت یې تر همدې ځایه نه دی: هنر موږ ته دا امکان راکوي، چې د ایډیالوژۍ طبیعت ووینو او د بشپړې پېژندنې – چې علمي پېژندنه یې بولي – له پاره یې وړاندې لاړ شو. دا چې هنر دغه کار څنګه کوي، هغه مسئله ده چې د (پیر ماشري) په نوم د آلترسر یوه همفکر پرې ډېر غور کړی دی. دی په خپل کتاب «د ادبي پیدایښت د تیورۍ لټون»(۱۹۶۶) کې د کیسې او هغه څه ترمنځ توپير کړی، چې دی یې وهم یا ډار بولي(ځکه د ده په اند، ایډیالوژي د ضرورت له مخې دا ډول کوم څه نه ده). وهم – یانې د انسانانو ورځنۍ ایډیالوژيکه تجربه – هغه لومړنۍ ماده نه ده چې لیکوال ترې ګټه اخلي، خو پرې په کار کولو سره یې په بل څه اړوي، شکل او بڼه ورکوي. هنر د ایډیالوژۍ په مشخصولو، بڼه ورکولو او د یوې کیسې په اډانه کې د هغې د روح په ځایولو سره کولای شي له ایډیالوژۍ څخه لرې اوسي او په پایله کې یې پولې او محدودیتونه په ډاګه کړي. د ماشري په اند، هنر د دې کار له لارې له موږ سره مرسته کوي، چې د ایډیالوژيک ډار له منګولو ځان خلاص کړو.

زما په اند، سره له دې چې د آلترسر او ماشري تفصیلات د ګونګو اړخونو یوه برخه ده، خو هغه اړیکې په ژوره توګه بیانوي، چې د هنر او ایډیالوژۍ ترمنځ مطرح کیږي. د هغوی دواړو په اند ايډیالوژي د بې شکله نظریاتو او معلقو انځورونو له ټولګې ډېر څه ده. دغه ټولګه په هره ټولنه کې خپل ځانګړی داخلي نظم او اوډنه لري او د همدې نسبي نظام لرلو له امله کولای شي د علمي تحلیل د موضوع په توګه وټاکل شي. علمي کره کتنه هڅه کوي ادبي اثر د خپل ایډیالوژيک جوړښت له مخې- چې هنري تبلور پایله ده – تشریح کړي: دا ډول کره کتنه هڅه کوي هغه څه ترلاسه کړي، چې د هنر او ایډیالوژۍ د شراکت او بېلتون لامل کیږي. دا هغه کار دی، چې تر ټولو ظریفانه او موی شګافانه ادبي کره کتنو کې ترسره کیږي.

خو بیاهم، دې ډول کره کتنې ته رسېدنه اړتیا لري چې ادبي اثر د یوې شکلي ودانۍ(فورم لرونکی ساختمان) په څېر تر غور او څېړنې لاندې ونیول شي.

ایګلټون

 د «ايي. اېس. الیوت» یو مشهور او نامتو شعر دی.[1]

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x