افغانستان

طالبان: امریکا د مرستو په نامه ښځي بې لاري کوي.

نن ټکی آسیا: په یوه تبصره کي چي تیره ورځ د طالبانو په ویب پاڼه (شهامت) کي نشر شوې، د طالبانو له خوا د امریکا په مشرۍ هغه پروګرام غندل شوی چي غواړي په افغاني ټولني په مهمو چارو کي لکه سیاست، تجارت او عام ژوند کي د نارینه و تر څنګ د ښځو ونډه زیاته کړي، او پر هغو ځوانو ښځو خاص توجه وکړي چي عمرونه یې د ۱۸ کلونو څخه بیا تر ۳۰ کلونو پوري دی.

د امریکا د یوسیډ مشر ویلی وه چي ددوی دغه پروګرام د نړی په سطحه لوی پروګرام دی، او دوی کوم بل هیواد کي د ښځو لپاره داسي بی ساری پروګرام ددې تر مخه نه دی پيل کړی. او زیاته کړې وه چي امریکا به په دې پروګرام کي د ۲۰۰ میلیونه ډالرو په لګښت ونډه واخلي، او د نورو هیوادونو په ګډون به ددې پروګرام ټول لګښت تر څلور سوه میلونه ډالرو واوړي.

د طالبانو په نظر امریکا دا ټول مصرف یوازي او یوازې د ښځو د بی لاري توب لپاره کوي، او غواړي چي په دې سره افغاني ټولني جوړښت سره ګډ وډ کړي.

د طالبانو پوره غبرګون په لاندي تبصره کي لوستلای سی، دا تبصره کټ مټ د شهامت ویب پاڼي څخه را کاپي شوې:


د مرستو په نوم ښځو ته ستونزې جوړول!!

د وروستیو راپورونو له مخې یرغلګرې امریکا افغان میرمنو ته د کار موندلو په پلمه دوه سوه میلیونه ډالر بېل کړي دي، داسې اټکل کیږي چې نور ملګري یې لکه استرالیا، بریتانیا، جاپان او نور به هم دیته ورته اقدام وکړي، دا اول ځل دی چې د نړۍ په کچه د ښځو د بې لارېتوب لپاره دومره مرسته کیږي، د دې پروګرام څخه به صرف د ۱۸ او ۳۰ کلونو تر منځ نجونې او میرمنې ګټه اخلي…؟!!په افغاني ټولنه کې ښځې یو ځانګړی مقام او خاص احترام لري، عام او خاص هغوی ته په درنه سترګه ګوري، د هغوی له برکته د مختلفو کورنیو او ټبرونو په مینځ کې دوستي، خپلوي او اړیکې رامنځته کیږي، ښځو د مهربانو میندو، ګرانو خویندو، نازولو لوڼو او د کور د اختیار مندو میرمنو په سترګه کتل کېږي، د هغوی پلو او ټیکری نیکپال او نیک شاګون بلل کیږي، همدا وجه ده چې د ډیرو بدیو او جګړو د ختمولو لپاره باشهامته میرمنې خپل پلو غوړوي او په زړه سواند آواز خلک سولې ته رابولي، په پایله کې بدي په سوله او دوستۍ بدلیږي.

مګر یرغلګرو او دهغوی ګوډاګیانو همیشه کوښښ کړی دی چې دغه افغاني ښکلي هستي پیکه کړي، له میرمنو سره د مرستو تر عنوان لاندې د هغوی او سړیو تر مینځ باور ته زیان ورسوي، د آزادۍ، کار، زده کړې د حقونو په بهانه هغوی ته د اسلامي دین او افغاني دود او دستور خلاف تبلیغات وکړي، د پیسو او حکومتي چوکیو په تمه یي بي لارې او د خپل خدای او ټولني څخه وبغاوت ته یې وهڅوي، امریکایانو او ملګرو خو یې په تیرو دولسو کلنو کې تردې اندازي پروپیګنډه وکړه چې د میرمنو د ویاړ پړوني او افغاني درنې جامي یي زوړ دود او د وروسته پاتي ټولنو شعار وباله، د کورونو درنې میرمینې یي له خپلو حقونو څخه په ناخبرۍ تورنې کړې، زموږ حیا دارې ښځې یې د خپلو تبلیغاتي وسائلو په مټ وهڅولي چې د خپل کورني دود او ټولنیز کلتور خلاف ولوبیږي، ترڅو د هغوی حیا او دروند حیثیت په بې پرده ګۍ او سپکه رویه بدل سي او د لویدیځ ډوله بیباکانه ژوند د ترقۍ او سوکالۍ ویاړ ترلاسه کړي.

د میرمنو لپاره د امریکایانو مرستې په حقیقت کې د هغوی د ځورونو او کړاونو لپاره د سنجیده پلان یوه برخه ده، یرغلګر قوتونه غواړي چې د ټولنې په هغه برخه زیات تمرکز وکړي چې هم آسیب پذیر وي او هم د ټولنې د بدبختۍ لپاره ښه کار ترې اخیستل کېدای شي، که نه دا مرستې خو باید له هغو بې سر پناه افغان مهاجرو کورنیو سره شوې وای چې همدا اوس د هېواد په ګڼو برخو په ځانګړي ډول خپله کابل کې په خورا سختو شرایطو کې شپې ورځې تېروي، نه کور لري او نه خوراک او څښاک، واړه ماشومان یې د لوږې او ناروغیو له وجې دخپلو میندو په غېږ کې خپل خوږ ژوند له لاسه ور کوي!

  دا د شیطان ملګري د شیطان په بڼه د ښځې او خاوند په مینځ کي ننوزي، د هغوی خوږ ژوند او معنوي سلطنت تباه کوي، سره بیلوي یې، له هغه وجې داسې کورنۍ ستونزې راولاړیږي چې لومړی قرباني یي هم دغه مظلومي بيبياني وي، هغه وخت بیا دغه ظالمان د هغوی په هیڅ درد نه دوا کیږي بلکه یوازې او یوازې یې د خپلو تبلیغاتو او پروپاګنډو لپاره کاروي.

د میرمن نورزیه اتمر مسئله د پورته دعوې لپاره ژوندۍ بیلګه کیدای شي: هغه د کابل تش به نامه ادارې د ولسي جرګې پخوانۍ غړي ده او د دې په وینا د کورني تاوتریخوالي ښکار ګرځیدلي ده او د دوو کلنو راهیسي (د یرغګرو په اصطلاح) د امن په کور کې اوسیږي، دا فیصله به قاضیانو او لوستونکو ته پریږدو چې نوموړې میرمنې ښه کړیدي که بد، هغه ملامته ده او که د هغې خاوند، دلته صرف په دې خبره فکر کول په کار دي چې هغه اوس اوس څه احساس کوي، په ټولنه کې د هغې اعتبار ته څومره صدمه رسیدلې ده؟ هغه د خپلو خپلوانو او همزولو لخوا تر څومره روحي فشار لاندې ده، د هغې خوږ ژوند خو د لویدیځې ایډیالوژۍ او د پردیو د کلتور د رواجولو په پایله کې قرباني شو مګر سوال دادی چې هغې ته یي څه ګټه وکړه؟.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x