افغانستان

د ملي اردو لومړنۍ ډله د پاکستان له پوځي اکاډيمۍ فارغه شوه

نن ټکی اسیا (يکشنبه، وري ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): د ملي اردو شپږ زده‌کوونکي د لومړي ځل لپاره د پاکستان ايبټ اباد له پوځي اکاډيمۍ فارغ شول.

دغه پوځيان د ايبټ اباد له کاکول پوځي اکاډيمۍ له اتلسو مياشتو نظامي زده‌کړو وروسته فارغ شول.

په دغه اکاډيمۍ کې پاکستاني پوځيان خپلو او د بهرنيو هېوادونو پوځيانو ته زده‌کړې ورکوي.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسين تېره ورځ د فارغانو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خپلو خبرو کې ټولو نوو فارغانو، په ځانګړې توګه افغان سرتېرو ته مبارکي ورکړه، دوی ته يې وويل، چې تاسې به خپل هېواد ته خدمت کوئ او «تاسې به هلته د پاکستان په استازيتوب د مينې او محبت عملي نمونه ياست.»

دغه شپږ افغان سرتيري په داسې حال کې د پاکستان له پوځي اکاډيمۍ فارغ شول، چې د افغانستان او پاکستان اړيکې ترينګلې دي او پر يو بل د ترهګرۍ د ملاتړ او لاسوهنې تورونه لګوي.

د څارونکو په اند له هغه وخته، چې اشرف غني د ګډ حکومت د مشر په توګه کار پيل کړی، د افغانستان او پاکستان اړيکې له عادي حالته، يا ډېرې خوږې او يا هم ډېر ترينګلې وي.

ولسمشرۍ ماڼۍ ته له رسېدو وروسته اشرف غني اعلان وکړ، چې پاکستان سره به خپلې اړيکې له سره پيل کړي او تېرې خبرې بايد دواړه لوري هېرې کړي او د همدې لپاره يې شپږ افغان سرتيري پاکستان ته د نظامي زده‌کړو لپاره ولېږل، مګر له څه وخت تېرېدو وروسته دغه اړيکې يو ځل بيا ترينګلې شوې، ولسمشر اشرف غني د رسنيو له لارې پاکستان د افغان جګړې اصلي لامل وباله او زياته يې کړه، چې پاکستان سره به اړيکې پرې کړي.

د تېر کال په وروستيو کې ولسمشر غني يو ځل بيا د چين او امريکا په فشار دېته تيار شو، چې پاکستان ته سفر وکړي او له هغه ځايه د څلور اړخيزو ناستو د پيل اعلان وشو، چې امريکا، چين، پاکستان او افغانستان به په ګډه طالبان د خبرو مېز ته کينوي، مګر له څو پرله‌پسې ناستو وروسته طالبانو اعلان وکړ، چې په دغو ناستو کې ګډون نه کوي او که هر څوک د سولې خبرې غواړي، قطر کې دې د دوی دفتر سره اړيکې ونيسي.

د طالبانو له دغه اعلان وروسته د پاکستان او افغانستان اړيکې يو ځل بيا خړې شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x