نظــر

عمري عملیات که د حدیبیې مذاکرات

خیرالله شینواری – لیکوال او شناند

په هیواد کې د پسرلي د راتګ سره سم یو ځلې بیا وسلوالو مخالفینو د “عمري” په نامه پسرلني عملیات اعلان کړل چې د پیل په لومړۍ ورځ یې طالبانو د درنو تلفاتو او پراخو سیمو د نیولو ادعاوې وکړې، رسنیو د کندز د سقوط اوازې خپرې کړې او ورسره د هیواد په ګوټ ګوټ کې جګړو زور واخیست.

د سولې روان ټکنی بهیر چې له کلونو یې افغانان نتیجې ته سترګې په لار دي سږ کال هم د تېرو کلونه په څېر پیکه وه او کومه ځانګړې پایله یې لا نده راوتلې، هغه څلور جانبه ناستې چې د “امریکا، چین، پاکستان او افغانستان” په غړیتوب یې پنځه غونډې تر سره شوې، له لومړۍ غونډې وروسته یې پاکستان وعده وکړه چې په دریمه غونډه کې به د طالبانو استازي خبرو ته کښېنوي، بیا یې په دریمه غونډه کې ویل چې په څلورمه کې به یې کښېنوي او همداسې تر پنځمې غونډې پورې و نه توانېدل چې طالبان راولي، د دغو غونډو په جریان کې د پګواش کنفرانس جوړ شو او طالبانو په صراحت سره وویل چې د سولې خبرې دې مستقیمې له دوی سره وشي.

د چهار جانبه ناستو له منفي پایلو وروسته حزب اسلامي د تېر په څېر یو ځل بیا ابتکاراََ د خبرو اترو میدان ته راودانګل او استازي یې کابل ته راولېږل، خو اوس وینو چې حتی د یوې میاشتې په موده کې هم د ملي وحدت حکومت مشرانو لا دغه پلاوي سره لیدل کتل ندي کړي او د دې ښکاره معنی دا ده چې سوله د دوی لومړیتوب ندی او د مذاکراتو په په برخه کې حکومت خپلواکه نه برېښي.

د ارګ ویاند وییلي چې د حزب اسلامي شرایط به هغه وخت ومني چې دوی وسله پر مځکه کېږدي، د دې معنی دا چې سوله حکومت ته د تسلیمي په معنی ده او غوښتنه یې دا ده چې واک به ټول عمر دوی سره وي نور خلک دې یواځې تسلیمږي.

بلخوا پاکستان څه د پاسه یوه لسیزه سینه ټپوي چې د سولې خبرو اترو ته طالبان دوی کښېنولی شي او افغان حکومت یې خطا ویستی چې ګني دوی په طالبانو مکمل کنترول لري او څه چې دوی غواړي هغوی یې کوي، خو په عمل کې یې سره د دومره فشارونو چې چین او امریکا وارد کړل پدې ونه توانېدل چې اقلاََ دوه طالبان هم حاضر کړي.

پاکستان د طالبانو پداسې ضدي حرکت د دوی د ویشلو هڅې پیل کړې او پر ځای د دې چې مذاکراتو ته یې راوستلی شي محدودیتونه یې وضع کړل، د ډلو ټپلو جوړولو هڅې یې وکړې او پدې توګه یې هڅه وکړه چې طالبان چېلنج کړل که د دوی خبره ونه مني نو تاوان به وکړي.

اوس د سولې پروسه په ټپه ولاړه ده، خبرې ټکنۍ دي، جګړه په زور کې ده، او د دې اصلي لامل د حکومت بېځایه اعتماد دی چې د امریکایانو په خوله یې پر پاکستان کوي او له هغه ګاونډیه د سولې طمع کوي چې جغرافیوي ستونزه ورسره لري، له هغه پاکستانه د سولې غوښتنه کوي چې په ۱۹۹۱ کې یې د مجاهدینو په جنګولو کې ستر رول ولوباوه.

د جګړې په لومړۍ لیکه کې د خلکو ځامن دي چې جنګېږي او وژل کېږي، سیاسیون او جنګسالاران په ماڼیو کې ناست دي، خپلې مزې او چړچې کوي، د ګډ حکومت چلونکي دې یوه لحظه د کندوز، ډنډ غوري، هلمند، ګومل، لوګر، میدان، غزني خوږیاڼو او داسې نورو سیمو په جګړو کې د کورنۍ غړي وویني چې څرنګه د اُردو او مخالفینو په لیکو کې ځوانان وژل کېږي او بیا د عامو خلکو تلفات چې یواځې همدا ن د کندز ښار حوزوي روغتون ته ۱۱۰ کسه زخمیان او مړه وروړل شوي، دا چې په ولسوالیو، کلو او نورو نفوذي سیمو کې جګړه روانه وي نو تلفات به څومره وي.

په آخره کې یو ځل بیا د سولې لپاره تر ټولو لومړی شرط ریښتینولي، ژمنتوب او اعتماد دی، تر ټولو اسانه لار د مخالفینو سره مخامخ خبرې دي، د قطر دفتر په رسمیت پېژندل به د اعتماد په بیا رامېنځته کېدو کې ستر رول ولوبوي او د باور فضا به رامېنځته کړي چې حکومت د دې په اهمیت ډېر ښه پوهېږي خو د معلومو او نامعلومو دلایلو له مخې نه غواړي دا کار وکړي.

د واک او قدرت په نشه کې د ولس وینه تویول به دواړو لوریو ته متوجه مسولیت وي چې پوښتنه یې یوه ورځ خامخا کېدونکې ده.

وَ مَا عَلَینا اِلَا الَبَلَاغ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

شینواری صاحب السلام علیکم ! لیکنی دی یو څه او عنوان یی بل څه افاده کوی ، د حدیبی سوله د هغو خلکو سره کیدله چه هغوی له اسلامه خبر نه وو ، بله خبره دا چه هغه وخت نظریاتی جنګ وو ، نه یواځی بارنی اشغال نه وو بلکه بارنی نفوذ هم نه احساسیدلو. مجاهدین د عمری په نیت او قصد راروان شوی وو د پام وړ د جګړی پلان ، وسلی او وسیلی هم ورسره نه وی ، هغوی فکر کولو چه د کعبی طواف د نورو قومو یا سیمو په مخ بند نه وو ددوی په مخ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x