نظــر

غلام د بادار پر پلونو، نوی وحشت!

رمضان المبارک (دمبارکي روژې میاشت) دقران میاشت هم بلل شوې ځکه په همدې میاشت کي دکایناتو دخالق همدا ستر او معجز کلام (قران) نازل شوی دی (شهر رمضان الذی انزل فیه القران) ، مسلمانان په دغه میاشت کي په تراویح لمانځه کي دقران کریم ختمونه کوي، دنورو میاشتو په نسبت ډیر تلاوت پکي کوي، مجاهدین د اسلام او هیواد پر دښمنانو بریدونو ته زور پکي ورکوي، عابدان عبادات او معمولات پکي ډیروي، ځکه همدا د رحمت، مغفرت او د دوزخ د اورڅخه د نجات میاشت بلل کیږي، نوافل دفرضو او فرض یو په اویا پکي حسابیږي.

په ډیر تاسف سره چي دنړۍ پر مخ په داسي یو ټاټوبي کي چي په شهامت، شجاعت، دین پالني کي ځانګړی ځای لري، اوسیدونکو یې په طول د تاریخ کي داسلام په مینه بې سارې دتن وینه توی کړې، په ملیونونو سرونه یې دقران په مینه ښندلي، راز راز کړاوونه یې ګاللي، زخمونه یې خوړلي، زندانونه یې تېر کړي، خو اوس یې په کاله کي یو څوک چي دهمدې ولس په ژبه ګړیږي او آن د اسلامیت او افغانیت دعوه هم کوي داسي نه بخښونکی جنایت کوي چي دهمدې غیور ملت دمومن په کتاب (قران عظیم الشان) سپکاوی کوي.

همدا ډول زړه بوږنونکی وحشت او جنایت تېره ورځ دکابل ادارې ټوپکوالو تر سره کړی دی چي کاملا د افغان او مسلمان د صفاتو او خواصو سره مغایرت لري، دتلاشۍ پرمهال یې دخلګو د ځورولو سربیره د ستر څښتن کلام عظیم الشان قران څو نسخې دخلګو په کورنو کي دالماریو څخه راغورځولي او بیا سربیره پرې ختلي دي !.

(دروژې مبارکي په ۱۳مه) د میدان وردګ ولایت مرکز اړوند دسهاکو په سیمه کي دکابل حکومت (سپیشل فورس عسکرو) وروسته له هغه چي موټر یې دماین ښکار او زیان پکي ورته ورسید، پرکلیوالو بې رحمه ډزې کړې، یوه میرمن یې شهیده کړې، وروسته یې ولسي خلګ سخت وهلي، ځینو کورونو ته یې اور اچولی، دسړک دغاړي د غنمو درمندونو ته یې هم اور ورته کړې او د یو شمېرکورونو شیشې او المارۍ یې چي قران شریفونه پکي وو ماتي کړي، قران کریمونه یې پرمځکه ځیني غورځولي اوبیا پکي ختلي دي.

په دې وروستیو کي چي دیرغلګرو له خوا د کابل ادارې مربوطو ټوپکیانو ته دڅه سیمو واکمني سپارل شوې، همدې داخلي عسکرو کټ مټ د اشغالګرو ځواکونو په څېر د افغان ولس دځان، مال، جائیداد، اسلامي شعایرو، مقدساتو اوملي نوامیسو لوټلو او سپکولو ته لاس اچولی دی.

دوران کال دمارچ پر۲۰مه بیا د هلمند ولایت د موسی کلا ولسوالۍ په کنجک سیمه کي داخلي پولیسو د (خاکسار او احسان الله) په مشري په یومسجد کي دقران عظیم الشان سپکاوی وکړ، خلګو د پولیسو ددې ناوړه پیښي په غبرګون کي مظاهره پیل کړه او عاملینو ته یې د سزا غوښتنه کوله چي دپولیسو په بې دریغه ډزو کي شل تنه ولسي وګړي شهیدان او ګڼ نور ژوبل شول. همدا ناوړه پیښه دهلمند ولایتي چارواکو هم تائید کړې ده.

د کابل ادارې د اردو، پولیسو او اربکیانو په نوم بدنامه ټوپکوال اوس دهیواد په ګڼو سیمو کي پرله پسې پر مسجدونو او مدرسو چاپې وهي، ملا امامان، مدرسین، طالب العلمان او ولسي مخور بې موجبه ځوروي، شکنجه کوي، بندي کوي اوحتی په دې وروسیتو کي داسي ډیري پیښې رامنځته شوې چي همدې ټوپکوالو دجومات په انګړ کي ملا امامان په شهادت رسولي دي.

د اپریل پر۲۱مه د لوګر ولايت مرکز اړوند کماخېل سیمه کي اربکیانو یو ملا امام (مولوي محراب الدین) په دې تور چي د طالبانو په یوه جنازه کي یې ګډون کړی ؤ، لومړی وواهه او بیا شهید کړ.

دغه راز ددغه ولایت د ازري ولسوالۍ په چوترې سیمه کي هم اربکيانو د مولوي صاحب عبد الوهاب لويه ديني مدرسه بنده کړه، دسیمه ییزو خلګو د وینا له مخي د اربکيانو مشر سور بټي خيل له خپلو ټوپکمارو سره سيمي ته راغی او د مولوي عبد الوهاب په مدرسه يې چاپه ووهله، لومړی یې نوموړی مولوي صاحب او بيايې یو زیات شمېر ولسي وګړي بندیان او ووهل.

د سیمه ییزو خلګو په وینا اربکيانو کليوال په دې خاطر وهلي او ځورولي دي چي ولي د اربکیزم بدنامي پروسې ته خپل ځوانان نه ورکوي.

د اپریل پر۱۲مه نیټه د کونړ ولايت دناړۍ ولسوالۍ په انچه ګل سيمه کي داخلي عسکرو د یو ملا امام په ګډون دوه تنه ولسي وګړي بندیان کړل.

دمئ پر۱۶مه دسمنګان ولايت مرکز ايبک ښار ته نژدې دملي امنیت عسکرو دوه ملا امامان (مولوي عبد الواحد او قاري عنايت الله) شهیدان کړل.

ولسي خلګو ددغه وژني په غبرګون کي دایبک په ښار کي مظاهره وکړه د چارواکو پر ضد یې شعارونه ورکړل او د قاتلینو د محاکمې غوښتنه یې وکړه.

دمئ پر۲۷مه د فراه ولایت دفرا رود ولسوالۍ په بازار کي داخلي عسکرو ملا امام او د حافظانو د مدرسې استاد (قاري عبد الواحد) چي په مسجد کي بیده و، شهید کړ.

دجون پر۱۵مه د فراه ولایت دفراه ښار اړوند د شمالکاه په سیمه کي داخلي استخباراتي کارکونکو یو۶۵ کلن سپین روبی (جلات خان) او د کلي ملا امام بندیان کړل.

لکه څنګه چي یرغلګرو داخلي عسکرو ته ددوی په ژبه دمسولیت سپارني پروسه پیل کړې همدا جنایات یې لومړنۍ عملي نمونې دي، ځکه یرغلګرو د افغان ولس وژل، ځورول، بې کوره کول، پر نوامیسو او اسلامي ارزښتونو یې تېری او بلوسه خپل مسولیت ګاڼه، نو اوس چي یې داخلي چوپړ مارانو ته خپل همدا یاد شوی مسولیت ورله غاړي کړ، هر بانډاو قوماندان یې زیار باسي چي خپل بادار ډیر خوښ وساتي، خو د حقیقي بادار (الله تعالی) ناراضایت او د خپل مظلوم ولس پر وړاندي بربریت ته ادامه ورکړي.

دکابل منفور رژیم د صلیبي یرغلګرو بادارانو مسولیت پوره کولو ته په پوره معنی ځان وقف کړی دی، ښځي او ماشومان قتلوي، دخلګو مالونه غلا کوي، ارزښتونه یې پایمالوي او……

خلاصه دا چي: دافغان ولس ځاني، رواني او مالي (معنوي، جسماني اومادي) اذیت او لوټ ته یې لومړیتوب ورکړی دی.

میوند سادات

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x