شعـــــرونه

زمزمه…!!! سپین کوچی

سپين کوچی

زړه مې په خپل ځان سوځي، خپل ځان لیونی کړی یم
زه د ژوند د ستونزو امتحان لیونی کړی یم

کله به شي ټول راټول یاران د توحید سیوري ته
زه د توحید سیوري ته ارمان لیونی کړی یم

چا یې پاکه سپینه عقیده زړه کې وژلي ده
زه مې عنادي ورور په ایمان لیونی کړی یم

زړه ترینه وتلی دی، او ساه ترینه وتلي ده
زه مې مړ وجود د مسلمان لیونی کړی یم

زه مې مؤمن ورور ته لاس د مینې غځوی نه شم
زه قانون ددې ظالم انسان لیونی کړی یم

زه مې د ګل فکر ازاد سیوري ته دمه نه شوم
زه د اغزن فکر تور زندان لیونی کړی یم

ماته یې هر وخت راکړي زهر دي په شاتو کې
زه یې لکه هم افغانستان لیونی کړی یم

ستا په سپیرو غوڅو،غوڅو شونډو کې دعا مورې..!
زه یې نور په درد، د هر افغان لیونی کړی یم

تامې د زخمي زړه په رازونو پوهوی نه شي
زه مې نور د هیلو ترجمان لیونی کړی یم

موږ په ټوکو،ټوکو کې، یو دم واوړو په جنګ سره
مامې هم جانان، زه هم جانان لیونی کړی یم

بیا چا زمزمه په سوی غږ کړه، ستا د یاد غزل
زه یې هم کوچیه ستا په شان لیونی کړی یم…!!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x