
دقره باغ او سیداباد حماسې / أبو عابد
نن سه شنبه د ۲۰۱۳ م کال دجولای ۲۳مه دافغانستان له دوو مهمو جهادي سیمو ( دغزني قره باغ او دوردګو سیداباد) څخه دمؤثرو استشهادي عملیاتو خبرونه رارسیدلي .
د راپور له مخې سهار شاوخوا ۵ بجې دمیدان وردګو په سیداباد کې امریکایي ځواکونه دسلطان خیلو له قرارګاه څخه در اکوزیدو په حال کې وو ، ترڅو په سیمه کې عملیات او تلاشۍ ترسره کړي ، خو همدا مهال اتل فدایي مجاهد حمزه چې دکابل ولایت اوسیدونکی وو ، په پوره مهارت یې ځان دامریکایي ځواکونو ګڼې ګوڼې ته ورساوو ، او دیرغلګرو عسکرو په منځ کې یې خپل بارودي واسکټ ته انفجار ورکړ .
دکره معلوماتو له مخې په دې استشهادي برید کې ۱۴ تنه بهرني عسکر ځای په ځای ووژل شول ، او ګڼ نور ټپیان شول ، امریکایي ځواکونو فی الحال دخپلو ۳ عسکرو او یوه ژباړن وژل کیدل منلي دي ، خو دسیمې خلک وایي سیمې ته د مړو او ټپیانو دانتقال لپاره ۴ امبولانس چورلکې راورسیدې ، داسې اټکل نه شي کیدلای چې امریکایانو دې ۴ وژل شویو عسکرو ته ۴ امبولانس چورلکې راغوښتې وې ، بلکې شواهد او دبرید مؤثریت ښيي چې امریکایي پیاده سرتیرو ته دروند زیان رسیدلی دی ، په دې پیښه کې ملکي خلکو ته ځکه هیڅ تاوان نه دی رسیدلی چې برید سهار وختي شوی چې دامهال خلک له کورونو نه وي راوتلي .
دیوه بل خبر له مخې د سیداباد تر استشهادي ګوزار ۶ ساعته وروسته دورځې په ۱۱ بجې دغزني ولایت دقره باغ ولسوالۍ د پي آر ټي مخې ته دفدایي اتل ملاعبدالله وردګ لخوا دیرغلګرو عسکرو په لویه تجمع باندې دلنډکروزر موټر په واسطه فدایي برید ترسره شو.
عیني شاهدان وایي برید خورا دروند وو ، چې ۱۷ تنه امریکایي عسکر یې ځای په ځای ووژل ، دغه راز په سیمه کې ولاړ دامریکایي عسکرو ۴ ټانګونه هم داور دلمبو خوراک شول .
دقره باغ اوسیدونکي وایي ، په دې برید کې خارجي ځواکونو ته خورا دروند زیان رسیدلی دی ، امریکایي عسکرو سیمه په کلکه محاصره کړې ده ، او سیمې ته یوازې هغه سپینې امبولانس چورلکې ځي راځي چې مړه او ټپیان انتقالوي ، عیني شاهدانو امبولانس چورلکې لیدلې چې دری ځلې دبرید ځای ته راغلي او تللي دي .
دقره باغ دبرید په اړه تراوسه امریکایانو هیڅ نه دي ویلي او داخلي چارواکي هم له دې منع شوي چې دامریکایي تلفاتو په اړه خوله چوله کړي ، معمولا دسترو بریدونو او درنو تلفاتو په اړه امریکایان خپل عکس العمل ناوخته ښيي ، او ترډیره هڅه کوي خپل تلفات پټ کړي .
په قره باغ او سیداباد کې په بهرنیو یرغلګرو دغه تندریز استشهادي بریدونه داسې مهال ترسره کیږي ، چې له بلې خوا په درست افغانستان کې په دښمن باندې په ورځني شکل پوځي عملیات ، بریدونه او چاودنې روانې دي ، چې دښمن یې له سختې وارخطایي او تذبذب سره مخ کړی دی .
داسلامي امارت ویندویان وایي سږ کال دمجاهد دجهادي عملیاتو ګراف بې سابقې پورته شوی ، او دبریدونو تعداد دهرکله به نسبت زیات شوی دی .
دسیداباد او قره باغ حماسو وښوده چې داسلامي مارت استشهادي مجاهدین په همیشني ډول دښمن ته په کمین کې دي ، او له مناسبو فرصتو نه په استفاده ورباندې تندریز بریدونه کوي ، فدایي مجاهدین هڅه کوي چې رمضان المبارک ، دغه دصیام او قیام میاشت په تاریخي حماسو او قربانیو سره هم ولمانځي .
بریالي دې وي زموږ فدایي اتلان
أبوعابد