نړۍ

د ګوانتانامو نهه يمني زندانيان سعودي ته ولېږدول شول

نن ټکی اسیا (يکشنبه، وري ۲۹مه، ۱۳۹۵ل): سعودي عربستان وايي، چې د ګوانتانامو نهه يمني بنديان له څوارلسو کالو زندان تېرولو وروسته سعودي عربستان ته سپارل شوي او پاتې ژوند به هلته تېروي.

د امريکا دفاع وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو د ياد خبر پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې ولسمشر بارک اوباما د دغه زندان تړلو ته ژمن دی او اوس ياد زندان کې د زندانيانو شمېر اتيا تنه پاتې شو.

د سعودي عربستان کورنيو چارو وزارت امنيتي مسوولین وايي، چې دغو زندانيانو غوښتنه کړې وه، چې دوی به خپل راتلونکی ژوند سعودي عربستان کې د مېلمنو په توګه تېروي؛ ځکه، چې د خپل هېواد امنيتي حالت يې د ډاډ وړ نه دی او دوی يې هم دغه غوښتنه ومنله.

غربي رسنيو د دغو يمني زندانيانو نومونه هم خپاره کړي، چې په کې عبدالرحمن محمد صالح ناصر، علي يحيی مهدي الريمي، طارق علي عبدالله احمد باعودة، محمد عبدالله محمد الحميري، احمد يسلم سعيد کومان، عبدالرحمن القطيعي، منصور محمد علي القطاع او مشهور عبدالله مقبل احمد الصبري دي.

سعودي چارواکي وايي، چې د دغو زندانيانو کورنيو ته يې خبر ورکړی، چې خپلوان يې پر ځايي وخت ماخستن اته بجې سعودي ته رسېدلي، کورنۍ يې کولای شي، چې هر وخت وغواړي، دوی سره اړيکې ونيسي.

د امنيتي چارواکو له قوله، هېواد به يې دغو نهو زندانيانو ته د ژوند ټولې اسانتياوې ورکوي او په عين حال کې به دوی ته «نصيحت او لارښوونې» هم کوي.

امريکا له دې وړاندې هم ګڼ شمېر زندانيان له ګوانتانامو څخه، عمان، قطر، کويت،اردن، استونيا او نورو هېوادونو ته لېږلي دي.

د امريکا د سمندري عسکرو ګوانتانامو زندان له سختو نړيوالو نيوکو سره مخ دی، پر امريکايي چارواکو او د سي ای اې په غړو نيوکې کيږي، چې له لسو کالو زيات يې زندانيان بې محکمې په وحشت کې ساتلي او نړيوال څارونکي اوباما هم پر دې ملامت بولي، چې د ګوانتانامو زندان په بندولو کې جدي ګامونه نه اخلي.

د امريکا کانګريس له اوباما سره د ګوانتامو زندان د بندولو په اړه مخالفت کوي، مګر ۲۰۰۹ز کال راهيسې، چې اوباما واک ته رسېدلی د ګوانتانامو ډېری زندانيان يې يا خوشې کړي او يا يې نورو هېوادونو ته لېږلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x