نظــر

ولسمشره!!!!! حامد كرزى تحت مديريت نیست؟

هدایت الله محمدي

د تېرو څوارلسو كلونو د لويو بدبختيو سرلاري حامد كرزي وړمه ورځ د خوشال بابا فكري بهير په غونډه كې وويل چې امريكا دې زموږ چوپتيا د كمزورۍ په معنى نه تعبيروي، نوموړي وويل چې د جان كيري وينا او د افغانستان لپاره معيارونه ټاكل د افغانستان د ملي حاكميت نقض دى، هېڅ پردى د افغانانو تمثيل نه شي كړاى او پرېږدي يې هم نه.

ده همدارنګه وويل چې امريكا دې موږ مقابلې ته نه مجبوروي.

خو زه وايم چې د تېرو او روانو بدمرغيو سرلارى پخپله حامد كرزى دى، هغه ځكه چې د اوسني حكومت تاداو كه د جان كيري په لاسو كېښودل شو، خو تر څنګ ورته حامد كرزي هم د بې خودۍ نڅاوې وكړې او قصداً يې د جان كيري پرازيتي پرېكړې ته لاسونه وپړكول، خو وروسته يې بيا ځان يو دم حاشيې ته كړ او تر اوسه په همدې هڅه كې دى چې څنګه د اوسنۍ ادارې مشران د ولس پر وړاندې د بې كفايتۍ په رنځ اخته ثابت كړي، د دې كار لپاره اوس وخت ناوخت د سټيج او مايكروفون له لارې دا زمزمې كوي چې د حكومت مشران په خپلو كارونو كې پاتې راغلي دي.

خو زه وايم چې حامد كرزى هم د آسمان پريښته نه دى، په څوارلسو كلونو كې چې كومې نارواوې د ده په دوره كې وشوې د شاه شجاع په دوره كې به هم نه وي تېرې شوي، خو اوس غواړي چې ځان د دې ولس په وړاندې سپين مرغه ثابت كړي او يو ځل بيا د دې ولس په سترګو كې خاورې ور وشيندي او د قدرت په كدۍ د بې غورۍ ببولالې ووايي.

نوموړي ويل چې د جان كيري پريكړې د ملي حاكميت نقض دى، خو زه وايم چې همدې نقض ته خو لومړى تا نڅاوې كولې او په لوى لاس دې هغه څوك د حكومت په رأس كې راوست چې اوس ترې ولس هم په تېښته دى او ستا مريدان هم.

نوموړي همدارنګه ويلي چې امريكا دې موږ مقابلې ته نه مجبوروي، خو زه وايم كه ته مجبور هم شې، نو په څه به مقابله وكړې او څنګه به وكولاى شې چې د هغه چا په مقابل كې ودرېږې چې ته يې هم د ملي زعامت خاوند كړې، خو زه وېره لرم چې په دې خبرې سره خو به دې يو ځل بيا د افغانانو د غرور تاريخي شملې نه راپرځوې. لكه په 2003 زېږديز كال كې دې چې د پاكستان لاسپوڅي ولسمشر (پرويز مشرف) ته د يوې طعنې په شكل كې د مومندو د سيمو په لاندې كولو كې وويل:

گر ندانى غيرت افغانيم
چون به ميدان امدى ميدانيم

خو په سبا دې بيا د افغانانو په ملي غرور سپېرې خاورې ور واړولې او بېرته دې ترې بښنه وغوښتله. نو زه وايم چې ته يې د بچوڼي سره د مقابلې وس او توان نه لرې نو له پلار سره خو يې هېڅكله هم نه شي ګزولاى.

بله دا كه ته د اوسني حكومت مشرانو ته په دې په غوصه يې، چې ګواكې دا حكومت د جان كيري په لاسو جوړ شو او د ولس په رايو ملنډې وهل شوې، خو ستا كه په ياد وي په 2009 زېږديز كال كې ته او ډاكتر عبدالله د ټاكنو دويم پړاو ته ووتئ، كله چې پروسه جنجالي شوه، نو همدغه جان كيري راغى او ته يې يو ځل بيا د ولس پر اوږو سپور كړې او عبدالله يې حاشيې ته كړ، خو په هغه وخت كې جان كيري، جان حامد كرزى و، د افغانستان خواخوږى و، د ملي حاكميت او اساسي قانون ناقض نه، بلكې كامل او منونكى و، خو نن چې ته په واك كې نه يې او نن چې په تا د ډالرو بارانونه ودرېدل، نو اوس د دې حكومت مشران هم بې كفايته بولې، جان كيري هم د افغانستان د ملي حاكميت او اساسي قانون ناقض بولې او وطن د پرديو د بزكشۍ ډګر ګڼې، خو ستا په وخت كې كه چا اساسي قانون تر پښو لاندې كاوه او كه يې د افغانانو په وينو تور غوبل كاوه ستا يې پرې څه و؟

ستا په دوره كې زما د مظلوم ولس معصومې غوښې د نړيوالو وحشيانو په سپيانو وداړل شوې او د افغانستان ډېرى خاورې د ګاونډيو لاسو ته ولوېده، خو ستا پرې هېڅ چورت هم خراب نه شو، د كاذب او ليوني شهرت، ليونۍ سټې دې د افغان ولس په اوږو سپرې كړې او د خپلې بقا لپاره دې بې سره او بې مغزه جسدونه د مارشالۍ او قهرمانۍ په لقبونو ونازول چې اوس يې په مړينه هم دا مظلوم او بېچاره ولس د خپل ژوند خواږه قربانوي.

زه نه د اوسني حكومت كارمند يم او نه يې هم خواخوږى يم، خو دومره وايم چې كه دوى د كار خلك دي او كه بې كاره خو په راوستلو كې يې ستا لوى لاس و او په لوى لاس دې زما د ولس په رايه ملنډې ووهلې. زما د اساسي قانون ناقض يوازې جان كيري نه، بلكې تاسو هم ياست، چې د داسې دوه سره حكومت ډول ته مو څڼې وغورځولې. تاسو غوښتل چې غنی به له تاسو سره د جوال خوله ونیسي، خو غني د خپل حکومت په لومړیو کې دا اساس کېښود چې ستا د حکومت وزیران به په کابینه کې نه پرېږدي، نو ځکه دې اوس ډانګ په لاس کې نیولی او وخت ناوخت د ګډ حکومت مشرانو ته پرې ګوزارونه ورکوې.

خو اوس نو د دې حكومت د راپرځولو لپاره چورتونه مه وهه، پرېږده چې دوى څه ګلان كري، تاريخ خپل دوربينونه د دوى خوا ته ور كاږه كړي دي، كه يې ښه وكړل خو ښه به وستايل شي او كه يې د ولس پر سر له نړيوالو سره معاملې وكړې، نو لرې نه ده چې د ګلانو پر ځاى به په بوټونو او چپړو بدرګه شي.

د يوه غښتلي، سوله من افغانستان په هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x