امریکایانو کرزي ته د مرګ ګواښ کړی
حامد کرزي ته یو نږدې ټیلویزوني چینل ( کابل نیوز ) وایي ، چې امریکایانو حامدکرزي ته ویلي چې که زرترزره امنیتي سند امضاء نه کړې ، نو وبه یې وژنې ، داخبره له هغه وروسته رابرسیره شوې ده ، چې دحامد کرزي دفتر دپخوانیو شرطونو خلاف په وروستیو څرګندونو کې ویلي چې ولسمشر چمتو دی له امریکا سره امنیتي سند امضاء کړي .
کابل نیوز ټیلویزون چې دامتیاز څښتن یې دحامدکرزي ددفتر مشر کریم خرم دی ، په خپله تحلیلي خپرونه ( ژورلید ) کې ویلي چې حامدکرزی دامریکایانو لخوا په مرګ ګواښل شوی دی ، دخبر منبع دنورستان ولایت وکیل سناتور عبدالقیوم دی ، چې دغه مهم راز یې افشاء کړی دی ، دغه سناتور ویلي داچې حامدکرزی ناڅاپه اماده شوی له امریکا سره امنیتي تړون امضاء کړي ، شاید علت یې همدا غیرمعمولي ګواښ وي .
داچې کابل نیوز تیلویزون حامدکرزي ته ډیر نږدې دی ، دکتونکو په باور شاید حامدکرزی او ملګري یې هڅه کوي ددې خبر په اعلام سره په راتلونکې کې ادعاء وکړي ، چې په دوی باندې امنیتي سند په زور او جبر امضاء شوی دی ، او په دې طریقه له تاریخي مسؤلیت څخه ځان خلاص کړي .
خو که ددې خبر له اعلان څخه دنوموړي مطلب هرڅه وي ، له دې انکشاف څخه ښکاري چې دبادار او غلام ترمنځ مناسبات یوځل بیا کړکیچو شوي دي .