نظــر

د ډنمارکیانو تیښته مو مبارکه شه !!

مبروک

دتیرې دوشنبې په ورځ د ۲۰۱۳ م کال دجولای ۲۲ مه ، ډنمارکي یرغلګرو په هلمند ولایت کې خپله وروستۍ  پوځي قرارګاه ( کمپ پرایس ) هم وتړله ، او په دې توګه  یې خپل وروستي پاته  د موتریزه  تولي ۲۵۰ عسکر او ۹۰ ټانګونه  هم له افغانستانه و ایستل .

د کمپ پرایس له تړلو سره د ډنمارک حکومت اعلان وکړ ، چې په افغانستان کې یې خپل ۱۲ کلن جنګ پای ته رسولی او له دې وروسته که کوم  ډنمارکی په افغانستان کې اوسیده هغه به جنګي او پوځي کس نه وي ، بلکې عادي ملکي کارکوونکی به وي .

څو میاشتې وړاندې ډنمارکي چارواکو ویلي وو چې د ۲۰۱۳ م کال له پای ته رسیدو سره به خپل ټول عسکر وباسي خو معلومه  نه ده چې ولې دې هیواد دخپلو عسکرو په ایستلو بیړه کړې اوتر ټاکل شوي نیټې څو میاشتې وړاندې یې دخپلې وروستۍ قرارګاه  دروازه راتړلې ده .

د ډنمارک حکومت ویلي چې یوشمیر مسلکي کارکوونکي یې دتعلیم او مشورې په بخش کې په افغانستان کې پرې ایښي چې په مناسب فرصت هغه هم باسي .

د ډنمارکي رسنیو له قراره  ددې هیواد دعسکرو له وتلو سره په ډنمارک کې دا بحث راپاریدلی ، چې آیا په افغانستان کې ددې هیواد پوځي مداخله مناسب ګام وو او کنه ؟ اوایا ددې جنګ نتیجه  په هغو قربانیو ارزیده چې ددې هیواد عسکرو په افغانستان کې ورکړي ؟

د ډنمارک په ایتلافي حکومت کې  دترټولو ستر ګوند سوشل لیبرال نمایندې زینیتا سټامپي  دخپل ګوند په استازیتوب ویلي ، چې دافغانستان په جنګ کې شرکت د ډنمارکي واکمنو ( لویه تیروتنه )  وه  او د ډنمارکي عسکرو تلفاتو ته  په پام سره دپوځیانو په حق کې تیری شوی دی .

په افغانستان  کې د ډنمارکي یرغلګرو عسکرو شمیر د ۷۵۰ په شاوخوا کې وو چې په تعویضي توګه  په تیرو ۱۲ کلونو کې ۹۵۰۰ ډنمارکي عسکرو په افغانستان کې دنده ترسره کړې ، د ډنمارک دحکومت داعلان کړیو شمیرو له مخې په تیرو ۱۲ کلونو کې په افغانستان کې ددوی ۴۳ عسکر وژل شوي او ۲۱۱ تنه ټپیان شوي دي ، دغه راز دې هیواد دافغانستان په جنګ کې ۱۵ ملیارده ډنمارکي کراون  چې له  26.3  ملیارد ډالرو سره برابریږي ، پیسې لګولي دي .

شاید د ډنمارک حکومت دخپل ناکام ماموریت  د پټولو او عامه اذهانو  د غولولو لپاره  دغه کمې شمیرې اعلان کړي وي ،  ډنمارکي عسکر چې په هلمند ولایت کې میشت وو درنو تلفاتوته  په پام سره یې ویل کیږي ، چې دمرګ ژوبلې شمیرې یې تردې څو برابره لوړې دي ، دغه راز یې شاید جنګي مصارف هم تردې څو چنده زیات وي .

 ډنمارکي عسکر په افغانستان کې په خپل لومړني جنګ کې  داناکونډا عملیاتو په مهال  دپکتیا په شاهیکوت کې له  امریکا ، کاناډا او نورو  یرغلګرو سره اشرباڼي وو ، چې وروسته یې ډیر جنګونه  دهلمند په مختلفو سیمو کې ترسره کړل .

ډنمارکیان چې په کوم فکر او غرور راغلي وو ، اوس چې بیرته تښتي ، داسې ښکاري ، چې غرور یې څنډل شوی او دکبر ښکرونه یې مات شوي دي ، همدا لامل دی ، چې دتیښتې په مهال دومره بیړه کوي ، چې ترټاکل شوي میعاد ۵  میاشتې وړاندې له افغانستانه پښې سپکوي .

نه پوهیږو چې د ډنمارک په تاریخ کې به دغه یرغل او ناروا پوځی ماموریت ته په کوم نظر وکتل شي ، همدا اوس خو چې کتل کیږي ددې په ځای چې د ډنمارک اولس دخپلو ګریزي سرتیرو په  غاړو کې هارونه واچوي ، دناکام ماموریت  او بایللي جنګ له امله یې  سر له اوسه دنفرت  په کاڼو ولي ، او جنګ یې لویه اشتباه بولي .

د ډنمارکي یرغلګرو په مړغوږي  تیښته سره دافغان مسلمان اولس په تاریخ کې دویاړ یو بل څپرکی  زیاتیږي ، دا اولس چې تردې وړاندې یې د شرق او غرب نږدې یو درجن یرغلګر  په مات اورمیږ ځغلولي او دکبر ښکرونه یې ورمات کړي ، داځل یې د شمالي اروپا  د یوه کبرجن هیواد  ډنمارک یرغلګرو پوځیانو ته هم عبرتناک درس ورکړ چې شاید راتلونکو نسلونو ته یې عبرت شي .

د ډنمارک دیرغلګر پوځ دځغلولو په مناسبت خپل فاتح اولس او باایمانه مجاهدینو ته  مبارکي وایم  ، د ویاړونو په هجوم او ګڼه ګوڼه کې مو دغه  ستر ویاړ  او فتحه  جداګانه  مبارک شه !!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx